د غزې جګړه تمدن ته یو ننګ دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i147304-د_غزې_جګړه_تمدن_ته_یو_ننګ_دی
د چین د بهرنیو چارو وزیر پر غزې تړانګې د اسرائیلود نسل وژنونکي رژیم تیری د "تمدن ننګ" او په 21 پیړۍ کې د بشریت یوه "تراژیدي" وبلله.
(last modified 2024-03-07T09:51:27+00:00 )
Mar 07, 2024 14:18 Asia/Kabul
  • د غزې جګړه تمدن ته یو ننګ دی

د چین د بهرنیو چارو وزیر پر غزې تړانګې د اسرائیلود نسل وژنونکي رژیم تیری د "تمدن ننګ" او په 21 پیړۍ کې د بشریت یوه "تراژیدي" وبلله.

د ایرنا د خبر له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی د پنجشنبې په ورځ د چین د مقننې اسامبلې د کلنۍ غونډې په څنډه کې پر غزې تړانګې د اسرائیلي رژیم د پوځي بریدونو په بندولو او د اوربند پر رامنځته کولو باندې په ټینګار سره وویل: د اسرائیلي رژیم له لوري د فلسطیني سیمو اوږدمهاله اشغال هغه حقیقت دی چې نور باید له پامه ونه غورځول شي او تر ټولو مهمه دا چې د فلسطینیانو پر وړاندې تاریخي ظلمونه باید مجاز نه وي او د راتلونکو نسلونو لپاره دوام ونه کړي.

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي "ګینګ شوانګ" هم ټینګار وکړ چې په غزه کې سمدستي اوربند، د بې ګناه ملکي وګړو د ژغورلو او د بشري مرستو د رسولو لپاره یو شرط دی او د جګړې د لا زیاتېدو او خپرېدو د مخنیوي لپاره مهم ګام دی.

په تیرو پنځو میاشتو کې په غزې تړانګه کې د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو د بریدونو له امله، څه دپاسه ۳۰ زره او ۷۰۰ کسان شهیدان شوي او څه دپاسه ۷۲ زره نور هم ژوبل شوي دي.

نړیواله ټولنه په غزې تړانګه کې د اوربند د رامنځته کولو غوښتنه کوي، خو صهیونیسټي رژیم او امریکا په دغه سیمه کې د اوربند د ټینګولو مخالف دی.