په غزې کې د شفا په روغتون د صهیونیستي رژیم برید
Mar 18, 2024 08:32 Asia/Kabul
د صهیونیستي رژیم فوځیانو نن سهار په غزې کې د شفا په روغتون باندې په برید کولو سره، دغه روغتون یې محاصره کړی دی.
د الجزیرې له راپور سره سم، د صهیونیست رژیم فوځیانو تیره شپه لومړی په الشفا روغتون باندې هوایي بریدونه کړي او بیا یې په هاوانونو ویشتی دی، او نن سهار یې په پیاده ځواکونو سره، دغه روغتون یې محاصره کړې ده،.
د صهیونیست رژیم فوځیانو روغتون د ننوتلو او یا هم وتلو اجازه نه ورکوي او ډزې پرې کوي. د صهیونیستي سرچینو له راپور سره سم، په دغه روغتون باندې په یادو بریدونو کې په لسګونو فلسطینیان شهیدان شوي دي.