د غزې ماشومان له لوږې د ژړا توان هم نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i147848-د_غزې_ماشومان_له_لوږې_د_ژړا_توان_هم_نه_لري
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو څانګه یونیسف په غزې کې د اسرائیل د رژیم له لورې د ۱۳ زرو افغان ماشومانو وژل کېدو ته په اشارې سره، وایي چي ماشومان له لوږې نه نور د ژړا توان هم دلاسه ورکړي دي.
(last modified 2024-03-18T04:06:23+00:00 )
Mar 18, 2024 08:34 Asia/Kabul
  • د غزې ماشومان له لوږې د ژړا توان هم نه لري

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو څانګه یونیسف په غزې کې د اسرائیل د رژیم له لورې د ۱۳ زرو افغان ماشومانو وژل کېدو ته په اشارې سره، وایي چي ماشومان له لوږې نه نور د ژړا توان هم دلاسه ورکړي دي.

 د یونیسف مشره کاترین راسل د امریکې له سي بي اس خبري چېنل سره په مرکه کې وویل:  په غزې کې په لسګونه زره کسان ژوبل شوي او لادرکه دي، شاید تر کنډوالو لاندې وي، د نړۍ په یوه جنګ کې هم دومره د ملکیانو پراخه وژله تر سره شوې نه ده.

هغه زیاتوي: د ماشومانو روغتون ورغلې ومه لیکن هلته د ماشومانو هیڅ یو غږ نه اورېدل کېده، ځکه چي ماشومانو د لوږې او ضعف د لاسه د ژړا توان نه درلوده.

صهیونیستي رژیم غزې ته د بشردوستانه مرستو د رسېدو مخنیوی کوي او هلته د لوږې د لاسه هره ورځ ماشومان او لویان خپل ژوند د لاسه ورکوي.