د غزې د شهیدانو شمېر ۳۲۴۹۰ تنو ته ورسېد
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i148294-د_غزې_د_شهیدانو_شمېر_۳۲۴۹۰_تنو_ته_ورسېد
په عین حال کښې د صهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو نن د غزې تړانګې د جنوب په رفح کښې د خلکو په کورونو بمباری وکړه چې له امله یې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوی دی
(last modified 2024-03-28T04:32:30+00:00 )
Mar 28, 2024 09:00 Asia/Kabul
  • د غزې د شهیدانو شمېر ۳۲۴۹۰ تنو ته ورسېد

په عین حال کښې د صهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو نن د غزې تړانګې د جنوب په رفح کښې د خلکو په کورونو بمباری وکړه چې له امله یې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوی دی

 

په غزه کې د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۲ زره ۴۹۰ تنو او د زخمیانو شمیر ۷۴ زره ۸۸۹ تنو ته رسیدلی دی.

د صهیونیسټ رژیم پوځ په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې ۸ بریدونه  ترسره کړی چې په نتیجه کښې یې ۱۰۲ تنه شهیدان او ۱۷۶ نور ژوبل شوی دی.

په عین حال کښې د صهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو نن د غزې تړانګې د  جنوب په رفح کښې د خلکو په کورونو بمباری وکړه چې له امله یې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوی دی.

له بلې خوا په لویدیځه غاړه کښې د جنین په کیمپ کښې د صهیونیسټی پوځیانو په یرغل کښې د یو بل ځوان په شهادت سره له نن سهار راهسې د شهیدانو شمېر درېو ته لوړ شو