ایا اسرائیلي انجوڼې په بې رحمو او تاوتریخجنو سرتېرو مینیږي؟
پارس تودی- د یوه خپلواک څېړونکی په وېنا چي نه غوښتنه نوم یې اشوا شي، په ټولنیزو رسنیو کې د اسرائیليانو عجیبه چلند ښودنه کوي چي د اسرائیل ټولنه د یوې نفسیاتي ډله ایزې ناروغۍ تر اثر لاندې دي.
کله چي د انټرنیت کاروونکې له معمول سره سم، په اسرائیل کې د ملګرو د پیداکولو په پروګرامونو کلیک کوي، اکثره په غزې کې د صهیونیست جنایتکارو سرتېرو له انځورونو سره مخامخیږي.
دا انځورونو کې د سربازانو پراخه پرګنی شامله ده چي په وردیو کې خاندې او خپل توپک د لمر لوېدو له منظرې سره پورته کوي څو یوه سادیستي (نفسیاتي ډوله) انځور واخلي.
په اکثرو پروفایلونو کې، نارینه په وردیو کې او په سینې باندې له زړېدلې وسلې سره لیدل کیږي، ځینې هم په جنګ ډګر کې په ډزو لګیا دي.
سنایپر یعني دوربینداره نښه ویشتونکې ښه په ښکاره کیمرې مخې ته دریږي او ځینې سربازان په کنډوالو کې قدم وهي.
په یوه انځور کې، یو اسرائیلی سرباز د یوې ودانۍ مخې ته ولاړ دی په داسي حال کې چي ودانۍ اور اخیستې او سوځې خو دی د اسرائیل بیرغ اوچتوي او خاندي.
په یوه بل انځور کې بیا یو اسرائیلی سرباز د یوه فلسطیني کور په دیوال باندې د ښځو د ځوړنده شویو جامو په وړاندې عکس اخیستی چي د کور خلګ یا وژل شوي او یا هم تښتېدلي دي.
اسرائیلیان ډېره موده کیږي چي په Tinder او Hinge برنامو کې د ملګرو د پیدا کولو لپاره د خپلو فوځي فعالیتونو انځورونه ایښې دي، لیکن په غزې باندې له یرغل وروسته په انځورونو کې د تاوتریخوالو کچه خورا زیاته شوې ده.
دواړه د Tinder او Hinge برنامې وایي چي د تاوتریخجنو انځورونو او ویډیوګانو د خپراوی اجازه نه ورکوي.
د Tinder له خوا د کاروونکو لپاره په بیان شوي قوانینو کې راغلی دی چي هیڅ ډول تاوتریخجن انځور، چي وسلې په کښې وي او یا انسانان او یا هم حیواناتو ځورونه وي پکښې او یا غلوونکې نه شي زغملای.
د Hinge برنامه هم اعلان وکړ چي په هغو څیزونو بندیز لګوي چي شرموونکی، خواشینوونکی او ځورونکی وي او یا هم د سپکاوی، لمسون او توکم پالنې او له ترهګرو د ملاتړ معنا ورکړي.
د نړیوالو حقوقو کارپوهان په دې باور دي چي په غزې کې د خلګو په کورونو او عامو تاسیساتو او بیلډینګونو باندې د بمباریو انځورونه چي په دغو پروفایلونو کې ښودل شوي دي د جنګي جنایت بیلګې دي.
په غزې کې د جنګ له پیله تر اوسه پورې، د اسرائیل په ښارونو او واټونو کې وسلې زیاتې شوي، او په تېرو میاشتو کې یولک اسرائیلیان د وسلو د ګرځولو جواز تر لاسه کړي او دوه لکه نور هم د وسلو د جواز د تر لاسه کولو غوښتنه کړې ده.
دغه فوځي کېدنه انلاین برنامو ته هم لاره موندلې ده، داسي ځای چي په کښې د فوځیانو د وردیو اغوستلو او قتل باندې ویاړ کیږي.
د یوه خپلواک څېړونکی په وېنا چي نه غوښتل نوم یې اشوا شي،
په ټولنیزو رسنیو کې د اسرائیلیانو عجیبه چلند ښودنه کوي چي د اسرائیل ټولنه د یوې ډله ایزې نفسیاتې ناروغۍ نه ځوریږي.
څه په غزې او څه هم په ټولنیزو رسنیو کې تاوتریخجن چلند په اسرائیلیانو کې باب شوی دی، له یوې جنګ ځپلې سیمې او له جنایاتو د انځورونو ننداره نه یوازې په یوه معمولي کار باندې بدل شوی بلکې د اسرائیلیانو لپاره تفریح یعني ساعت تیری بلل کیږي.
کله چي تاسو جنګی جنایتونو ته د معمولي کار بڼه ورکړئ او جنګي جنایتکارانو څخه اتل جوړ کړئ، له شکه پرته دغه جنایتکاران به د اسرائیلي انجوڼو لپاره خورا جذبوونکي ووسي.
Buxbaum, Jessica . 2024. Israeli soldiers are posting Gaza war photos on dating apps. The New Arab.