انګلیسی ارواح پوه:
اکثره اسرائیليان سخت ناروغ او کبرجن دي
-
نتانیاهو د یوې ناروغې ټولنې نښه
پارس تودی- اکثره اسرائیلیان د جنګ د دوام شوق لري او په دې باور دي چي په غزې کې بې سارې نسل وژنې او جنګي جنایتونه د توجیه وړ دي.
متن د ډاکټر عماد موسي د یادښت ځینې برخې دي:
د هرې ټولنې مشران د هغه ټولنې د اعتقادې نظام، ټولنیز هویت، اخلاق او احساسي لور نیونو پایلې دې، هغوی هیڅ کار نه کوي مګر دا چي د ټولنیز هڅونې له نظره، تائید شي او یا لږ تر لږه د زغم وړ وي.
اکثره اسرائیلیان له نتانیاهو څخه په غوصه دي او د اکټوبر د اووهمې د امنیتي ناکامی په خاطر، له حماس سره په هوکړې د ناکامی او د اسرائیل د تش په نامه ډیموکراسۍ د کمزوري کولو مسئول ګڼي. خو بیا همدغو د فلسطینیانو په ضد د هغه له سیاستونو څخه ملاتړ هم کوي.
همدارنګه اکثره اسرائیلیان د جنګ له دوام سره، شوق لري او په دې باور دي چي په غزې کې بې سارې نسل وژنې او جنګي جنایتونه د توجیه وړ دي.
د اسرائیل ټولنیزو رسنیو همدارنګه له توکم پالو شعارونو او د نسل وژنې له ویډیوګانو څخه ډک دی چي په کښې د عامو فلسطینیانو د وژل کېدو منجمله د زرګونو ماشومانو د قتل په خاطر جشنونه لمانځل کیږي او یا هم ملنډې په وهي.
د کریس مک نیل په وېنا چي د روانډا د نسل وژنې راپور ورکړی وو، وایي چي هغه اصطلاحات چي هوتو قامونه د توتسي قامونو د نسل وژنې لپاره کارول، نن سبا اسرائیلیان د فلسطینیانو لپاره کاروي.
د یادونې وړ ده چي اکثره اسرائیلیان د فلسطیني هیواد له رامینځ ته کېدو سره مخالف دي.
د اسرائیلیانو تاوتریخجن حقیقت
په دې زمینه کې درې لاملونه دي چي د اسرائیلیانو په هکله د څېړلو وړ دي: ځانونه قرباني ګڼي، ځانونه له نورو بره بولي، او دا چي فلسطینیان یعني د خپلو جنایاتو قربانیان غیرانسان بولي.
لکه څرنګه چي تاریخ ښیي: صهیونیزم نظریه، د پیړیو لپاره د یهودیانو د قربانې کېدو نه د خلاصون د مفکورې په بنیاد رامینځ ته شوې ده، نو ځکه د دوی په نظر کې د اسرائیل پیدایښت د قربانیانو د بچېدو په توګه بلل کیږي.
اسرائیلیان شاید په ماډرن تاریخ کې یوازنی نیواکګران وي چي ځانونه قربانیان ګڼي، دا ادعا دوی ته د دې امکان ورکوي چي د فلسطینیانو په ضد په ځانونو کې د نفرت احساس پیاوړی کړي.
د دغه عجیبې مفکورې د پیاوړې کولو لپاره هغوی تل ځانونو ته یادونه کوي چي دوی غوره قام یعني ټاکل شوی قام دی.
په ۲۰۲۳ میلادي کال کې په یوه نظر غوښتنه کې، د دې په پوښتنې په ځواب کې چي ایا تاسو په دې باور یاست چي یهودیان لکه څرنګه چي په سپېڅلي کتاب یعني هولي بوک کې راغلې دي، د خدای له خوا ټاکل شوی غوره قام دی؟ د اسرائیل اکثره یهودیانو مثبت ځواب ورکړ.
په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د یهودو ۶۱ سلنه په دې باور وه چی خدای پاک هغوی ته د اسرائیل ټاټوبی ډالی کړی دی.
له بلې خوا بیا هغوی د فلسطینیانو د عام وژنې د توجیه کولو لپاره هغوی غیرانسان نوموي تر څو داسي نه وویل شي چي اې د خدای له خوا ټاکل شوې قامه! ولي دا انسانانو سره ظلم کوئ.
د یهودو له نظره فلسطینیان هیڅ ډول انساني حقوق نه لري.
دا په دې معنا ده چي فلسطینیان هیڅ انساني حقوق نه لري او اسرائیل کولایشي هغوی د انسان ډوله حیواناتو په توګه ووژني او د هغوی ځمکې لاندې کړي بې له دې نه چي د خپلو جنایاتو او جرمونو په وړاندې ځواب ویونکي ووسي.
په دې خاطر دا درې ذکر شوي لاملونه د اسرائیل د ټولنې د مغروره کېدو لامل شوی او هغوی په دې ذهنیتونو سره، ځانو ته د فلسطینیانو د نسل وژنې اجازه ورکوي.
د نفسیاتي علومو له مخې، د داسي ناروغ ډوله غرور او کبر باندې مبتلا ټولنه، د اخلاقي له نظره ځان له نورو څخه بره ګڼي او ځانو ته حق ورکوي چي د خپل امنیت لپاره هرډول ناوړه عمل ته لاس واچوي بې له دې چي د اخلاقي ارزښتونو خیال وساتي.
په دا ډول دی چي نتانیاهو او ښي پال ګوند یې د ۱۴۰۰۰ زره فلسطیني ماشومان د وژلو او د په غزې کې د سلګونو زرو کورنو د ورانولو امر کوي.
او مونږ باید پوه شو چي نتانیاهو د دغو جنایاتو لپاره د یهودو د اکثریت ملاتړ له ځان سره لري. نتیجه دا ده چي نتانیاهو یوازې خپله ناروغه نه ده بلکې د یوې ناروغې ټولنې نښه ده
داکټر عماد موسي د سیاسي نفسیاتې علومو په ډګر کې یو وتلی څېړونکی او لیکوال دی چي په اسرائیل او فلسطین باندې تمرکز لري، هغه ژورنالیست او د بشري حقوقو د فعالیت مخینه هم لري چي اوسمهال په امریکا کې د یوه څېړنتون سلاکار دی او له پوهنتونونو او رسنیو سره همکاري کوي.