سید حسن نصر الله د صهیونیسټي رژيم په نابودۍ ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i149044-سید_حسن_نصر_الله_د_صهیونیسټي_رژيم_په_نابودۍ_ټینګار_وکړ
د لبنان د حزب الله عمومي منشي ټینګار وکړ چې زمونږ شرعي، فقهي، اخلاقي او انساني دریځ دا دی چې له ټولې سیمې د اسرائیلو د سرطاني غُدې د ختمولو لپراه باید شپه او ورځ کوششونه وکړو.
(last modified 2024-05-31T23:46:11+00:00 )
Jun 01, 2024 04:14 Asia/Kabul
  • سید حسن نصر الله د صهیونیسټي رژيم په نابودۍ ټینګار وکړ

د لبنان د حزب الله عمومي منشي ټینګار وکړ چې زمونږ شرعي، فقهي، اخلاقي او انساني دریځ دا دی چې له ټولې سیمې د اسرائیلو د سرطاني غُدې د ختمولو لپراه باید شپه او ورځ کوششونه وکړو.

د ایرنا په لیکنه، سید حسن نصر الله پرون د لبنان د شیعه عالم آیت الله علي کوراني د تلین په مناسبت یوه وینا کښې وویل: صهیونیسټي رژيم د سیمې په راتلونکي کښې هیڅ ځاې نه لري او دا سرطاني غده باید له مونډه وایستې شي.

هغه ټینګار وکړ چې مقاومت نن سبا تاریخ جوړوي او صهیونیسټ رژيم په ډیرو بدو حالاتو کښې دی.

سید حسن نصر الله زیاته کړه: د صهیونیسټي رژیم وزیراعظم بنیامین نتانیاهو په غزې کښې خپل لیونتوب ته دوام ورکړي او په جنګ باندې په ټینګار سره د نیواکګر صهیونیسټي رژيم حالت لا خرابوي.

د لبنان د حز ب الله مشر ټینګار وکړ چې د لبنان جبهه یوه ملاتړې جبهه او د جنګ یوه برخه ده چې په لوړیه سټراټیجکه سویه د فلسطین، لبنان او سیمې برخلیک جوړوي.