د اسرائیل له نامعلمو حالاتو د امریکایي اینتل شرکت ناهیلي کېدا
پارس تودی- اینتل امریکایي شرکت، په نیواکي ټاټوبو کې د یوې ۲۵ میلیارد ډالریزې کارخانې د جوړولو چارې بندې کړې.
د اسرائیل د رژیم کالکالیست ویب پاڼې په یوه راپور کې اعلان وکړ چي په تېرو ورځو کې د اینټل شرکت په اسرائیل کې خپلو شریکانو ته خبر ورکړی دی چي په نیواکي ټاټوبو کې د نوې کارخانې د جوړولو لپاره د اړینو دستګاو او سازو سامان د استولو قردادونه لغوه کړي دي. د پارس ټودی له راپور سره سم، د اسرائیل د رژیم او د اینټل د شرکت تر مینځ د تر سره شوې هوکړې له مخې ټاکل شوې وه چي اینټل شرکت د اسرائیل له رژیم څخه درې نیم میلیارد شیکل پیسې تر لاسه کړي او د کارخانې د جوړولو لپاره له اسرائیلي شرکتونو څخه کار واخلي او له هغوی نه د ۶۰ میلیارد شیکلو په اندازه پېر وکړي.
ځایي سرچینو کالکالیست ته ویلي چي په اسرائیل کې د اینټل شرکت خپل یو نیم فعالیتونه بهر ته لېږدولي دي او د دې شرکت جګپورې مسئولین هم امریکا ته تللي دي.
د اینټل د شرکت مسئولینو ویلي دي چي په اسرائیل کې یې فعالیتونه به دوام وکړي لیکن په هیوادونو کې د دې شرکت د فعالیت کچه، مختلفو لاملونو سره تړاو لري چي بدلېدایشي او له وخت سره په تناسب کې تر سره کیږي.
دغه امریکایي چیپ جوړونکې شرکت د دغه راپور له ردولو ډده کړې ده.