صهیونیسټي رژیم ماتې خوړلې ده
د یمن د انصارالله غورځنګ عمومي منشي وویل، صهیونیسټي رژیم د فلسطیني ولس د مقاومت په وړاندې ماتې خوړلې ده.
«سید عبدالملک بدرالدین الحوثي» پرون د صهیونیسټي رژیم کورنیو اختلافاتو او د هغوي د چارواکو استعفا ته پ اشارې سره زیاته کړه: د اسرائیلو د کابینې روان حالات د دغه رژيم د کورني حالت ښودنه کوي چې د یوې حقیقي ماتې نښه ده.
هغه څرګنده کړه: د لبنان حزب الله له فلسطینه په ملاتړ کښې ترټولو اغیزناکه جبهه ده او د صهیونیسټي رژیم خلاف پراخې شخړې ته دوام ورکوي.
سید عبدالملک بدرالدین الحوثي په عین حال کښې په دې خبرې سره چې صهیکونیسټي رژيم د نړۍ د هیوادونو د سترګو په وړاندې نسل وژنې ته دوام ورکوي، زیاته کړه: د خواشینۍ خبره ده چې ځیني عرب هیوادونه هم د فلسطین د خلکو د مرستې پرځاې، د اسرائيلو د غاصب او نسل وژونکي رژیم ملاتړ کوي.