په غزې تړانګه کې پر ماتې د صهیونیسټي رژیم اعتراف
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i149558-په_غزې_تړانګه_کې_پر_ماتې_د_صهیونیسټي_رژیم_اعتراف
په غزې تړانګه کې د صهیونیسټي رژیم نسل وژنه او جنایتونه اوس هم دوام لري. نن سهار د غزې تړانګې د مرکز په لوېدیځ او د النصیرات په کمپ کې پر یوه کور د بمبارۍ له امله، دوې مېرمنې شهیدانې او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
(last modified 2024-06-20T05:12:44+00:00 )
Jun 20, 2024 09:37 Asia/Kabul
  • په غزې تړانګه کې پر ماتې د صهیونیسټي رژیم اعتراف

په غزې تړانګه کې د صهیونیسټي رژیم نسل وژنه او جنایتونه اوس هم دوام لري. نن سهار د غزې تړانګې د مرکز په لوېدیځ او د النصیرات په کمپ کې پر یوه کور د بمبارۍ له امله، دوې مېرمنې شهیدانې او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه تیره شپه هم نیواکګرو عسکرو پر هغو خلکو چې په رفح ښار کې د مرستې په انتظار کې وو، بمباري کړې، چې له امله یې لس تنه ملکي وګړي شهیدان او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

له بلې خوا د صهیونیسټي رژیم دپوځ ویندوی دانیل هانګري تېره شپه ویلي چې حماس یوه ایډیالوژي ده او د خلکو په زړونو کې ریښې لري، چې نشو کولای هغه له منځه یوسو. د هغه څرګندونو د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو او د جګړې وزیر یوف ګالانت په غوسه کړی. دوی د اسرائیلي رژیم د پوځ له لوی درستیز څخه غوښتي چې د هانګري د څرګندونو په اړه وضاحت ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د یوې نوې سروې پایلې ښيي چې د اشغال شویو سیمو ۸۸ سلنه اوسېدونکي په دې باور دي، چې په غزه کې د جګړې اهداف به په بشپړه توګه ترلاسه نه شي.

صهیونیسټي رسنیو ویلي چې په شمالي جبهه کې د دغه رژیم د پوځ پر بریالیتوب، د اسرائیلو باور کم شوی دی.

د لبنان د حزب الله حملې هم د نیول شویو سیمو په شمال کې دوام لري.

په لبنان کې د حزب الله عمومي منشي سید حسن نصرالله په یوه وینا کې ویلي چې، موږ یوازې د خپلو وسلو له یوې برخې سره جګړه کړې او خپلې وسلې مو پراخې کړې دي. د نصرالله په وینا، دښمن په شمالي جبهه کې خپل تلفات پټوي.

نصرالله همداشان له صهیونیسټي رژیم سره د قبرس د حکومت ملګرتیا ته په اشارې سره دغه هېواد ته خبرداری ورکړی، چې که د لبنان په نښه کولو لپاره اسرائیلو ته خپل هوايي ډګرونه پرانیزي، نو د جګړې یوه برخه به وي.

د یمن انصارالله هم د فلسطیني ولس په ملاتړ خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي. د یمن د انصارالله یوه چارواکي تیره شپه تائید کړه چې د تیوتر د بېړۍ پر ضد عملیات، د یوې چاودېدونکي بېړۍ، دوه بالسټیک توغندیو او څو بې پیلوټه الوتکو په مرسته ترسره شوي دي. 

د یمن انصار الله ویلي چې زموږ عملیات  د هغو کښتیو په خلاف چې د دښمن کلابندي ماتوي، تر هغه وخته چې په غزه کې د فلسطیني ملت په خلاف د دښمن تیری بند نه شي، هېڅکله به پایته ونه رسېږي.

د یادولو وړ ده چې د یمن وسله والو ځواکونو په تیرو میاشتو کې د غزې د خلکو په ملاتړ، د صهیونیسټي رژیم څو بیړۍ یا هغه کښتۍ چې په سور سمندرګي، د هند په سمندر او د باب المندب تنګي کې د نیول شویو سیمو په لور توکي انتقالوي، په نښه کړي دي