آیا اسرائیل به پر لبنان په برید سره له منځه ولاړ شي؟
(last modified Mon, 24 Jun 2024 08:40:14 GMT )
Jun 24, 2024 13:10 Asia/Kabul
  • آیا اسرائیل به پر لبنان په برید سره له منځه ولاړ شي؟
    آیا اسرائیل به پر لبنان په برید سره له منځه ولاړ شي؟

پارس ټوډې – په لبنان کې د حزب الله عمومي منشي«سید حسن نصرالله»، د حزب الله د ساحوي قوماندان طالب سامي عبدالله، مشهور په «حاج ابو طالب» د شهادت په مناسبت په خپله وروستۍ وینا کې ټینګار وکړ چې د لبنان په خلاف د جنګ ګواښ موږ نه ویروي او نباید هم موږ ویریږي، ځکه چې دښمن ښه پوهېږي چې موږ د سختو ورځو لپاره ځانونه چمتو کړي او ښه پوهېږي چې څه دوی ته په تمه دي.

د لبنان د حزب الله د عمومي منشي له وینا وروسته، د عربي نړۍ مشهور شنونکي عبدالباري عطوان، د سید حسن نصرالله وروستۍ وینا څېړلې او د صهیونیسټي رژیم هر ډول حماقت ته د ځواب ورکولو لپاره یې د لبنان د مقاومت پر لوړ چمتووالي ټینګار کړی دی.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، «عطوان» په رای الیوم ورځپاڼه کې په یوه مقاله کې ویلي: که موږ د سید حسن نصرالله د وینا په ارزښت پوه شو، باید د دې وینا په اړه درې بنسټیزو غبرګونونو ته اشاره کړو:

لومړی، د قبرس د ولسمشر نیکوس کریسټودولیدس غبرګون، چې د نصرالله د وینا له پایته رسېدو سمدستي وروسته، د لبنان پر ضد په دښمنۍ کې د خپل هېواد هر ډول ګډون ردکړ.

دویم، د صهیونیسټي رسنیو، شنونکو او همداشان د اسرائیلو د پوځ د جنرالانو اجماع دا ده، چې دغه رژیم د پخوا په پرتله له بد امنیتي، پوځي، اقتصادي او رواني وضعیت سره مخامخ دی او دا چې د حزب الله ډرون له توغندیو څخه ډېر خطرناک دي؛ په ځانګړې توګه د « هدهد » ډرون له بریالي ماموریت وروسته، چې د اسرائیلي رژیم له ټولو راډ‌ارونو او هوايي او ځمکني دفاعي کرښو څخه، له کومې مداخلې پرته تېر شو او د اشغال شوي فلسطین په شمال کې له عکس اخیستلو او د ډېرو موخو له ترلاسه کولو وروسته، د لبنان په سویل کې خپلې اډې ته بیرته ورستون شو.

درېیم، د نیویارک ټایمز په ورځپاڼه کې د مشهور امریکایي ژورنالیست توماس فریډمن مقاله چې پکې هغه اعتراف کړی: "هغه اسرائیل چې موږ پېژانده د زوال په حال کې دی او اوسمهال په درېیو جبهو  په غزه، لبنان او په لوېدیځه غاړه کې د جګړې له احتمال او د ایران په څېر له یو لوی ځواک سره مخ دی، چې په سیمه کې د خپلو پوځي کسانو په کارولو سره، د اسرائیلو د له منځه وړلو هڅه کوي.

په دې مقاله کې هغه خبرداری ورکړی چې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو کابینه به امریکا په لوېدیځه آسیا کې په یوه جګړه کې ښکېله کړي، چې پایلې به یې د چین او روسیې په ګټه وي.

عبدالباري عطوان په خپله مقاله کې دې ته په اشارې  سره چې دا لومړی ځل دی چې نصرالله قبرس ته د مستقیم برید او د هغه پر هوايي ډګرونو او بنسټونو د برید ګواښ کړی، څرګنده کړې: قبرس ته د ګواښ لامل، هغه کره معلومات دي، چې د مقاومت د څارونکو له خوا  تر لاسه شوي او د تیر اپریل په میاشت کې د قبرس په غرنیو سیمو کې، چې له سویلي لبنان سره ورته جغرافیایي شرایط لري، د مانور د ترسره کولو ښکارندويي کويي؛ همدا راز که د حزب الله د توغندیو د بریدونو په پایله کې د اسرائیلي رژیم هوایي ډګرونه له منځه ولاړ شي،  د اسرائیلو جنګي او مسافر وړونکو الوتکو لپاره د قبرس هوایي ډګرونو پرانیستلو په تړاو له قبرس سره د پټ تړون په اړه هم معلومات ترلاسه شوي دي.

د دې عرب شنونکي په وینا، اسرائیلي جنرالان له تېرو لسو کلونو راهیسې د حزب الله توغندیز ځواک څاري، خو د حزب الله " هدهد " او په شمالي اشغال شوي فلسطین کې د هغې خارق‌العاده عملیات، دوی یې د حزب الله د ډرون وسلې او د هغه نوي نسل له ویروونکي حقیقت څخه خبر کړي دي، چې بې ساری سرعت لري او په خورا ټیټ ارتفاع کې حرکت کوي، چې د رادارونو لخوا نه لیدل کېږي او د لوړ چاودېدونکي ځواک او عالي مشاهدې او عکس اخیستونکي کمرې په درلود سره، د جنګ ډېره وړتیا لري.

عطوان دې ته په اشارې سره چې د لبنان په سویل کې د مقاومت دریځ د مورال او وسلو له اړخه، تر بل هر وخت پیاوړی دی، لیکلي: د دې ادعا ثبوت، له بیروت څخه لبنان ته د امریکا د سفیر عاموس هوکشتاین خالي لاس تلل او د امریکا د فشارونو پر وړاندې د لبنانیانو متحد دریځ دی.

دغه څېړونکي د حزب الله پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم د جنګ د وزیر یواف ګالانت ګواښ ته په اشارې سره ولیکل: موږ دغه ګواښونه ډېر اورېدلی دی، که ګالانت د دغو ګواښونو د ترسره کولو توان لري، نو مهرباني وکړي ترسره یې کړي، یا غلی شي. موږ ډاډه یو، وړاندې له دې چې د بیروت په شاوخوا سیمو کې لومړنی توغندی و توغول شي، تل ابیب به د نقشې  له منځه ورک شي.

کلیدي جملې: سید حسن نصرالله څوک دی، اسرائیل او لبنان، د لبنان حزب الله، د مقاومت محور، د غزې جګړه