غزه کې ۱۷ زره ماشومان یتیمان شوي
د اسراییلو د نسل وژنې په جنایتونو کې د غزې د یتیمانو په شمیر کې په بې سارې کچه زیاتوالی راغلی
په غزې تړانګې کې د فلسطین د حکومت د مطبوعاتو دفتر په دغه تړانګه کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو له امله د زرګونو یتیم ماشومانو د زیاتوالي خبر ورکړی.
صدا او سيما خبري اژانس په غزې تړانګې کې د فلسطین د مطبوعاتو دفتر د نن ورځې خبر له مخې ویلي: په غزې تړانګې کې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو او نسل وژنې له پیل راهیسې څه د پاسه اولس زره ماشومان یتیمان شوي دي.
د دغه احصایو له مخې؛ په دغه یتیمانو کې یې درې سلنو د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو له امله خپل مور او پلار دواړه له لاسه ورکړي دي.
د فلسطین د پوهنې وزارت هم اعلان کړی چې د صهیونیسټ رژیم د بریدونو له امله په غزې تړانګه کې اته سوه زره ماشومان له زده کړو بې برخې شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزې تړانګه کې د صهیونیسټي رژیم د نسل وژنې په جګړه کې د شهیدانو شمیر ۳۷ زره ۵۹۸ تنو ته رسیدلی او ۸۶ زره ۳۲ تنه نور ټپیان شوي دي.