تر اوسه په غزه کې ۲۱ زره ماشومان ورک شوي
Jun 25, 2024 11:49 Asia/Kabul
د ماشومانو ژغورنې سازمان ویلي چې تر اوسه په غزه کې لږ تر لږه ۲۱ زره ماشومان تري تم دي.
یاد سازمان پرون دوشنبه د جون پر ۲۴مه په یوه خپاره کړي راپور کې لیکلي چې په دغو ماشومانو کې ۱۷ زره یې بېسرپرسته او جلا شوي او څلور زره یې تر خاورو لاندې ښخ شوي دي.
نوموړي سازمان زیاته کړې چې ډېری ماشومان د غزې جګړې په ګډوډۍ کې ورک دي، ډېری یې تر خاورو لاندې ګیر شوي، نیول شوي، په بې نښو قبرونو کې ښخ کړل شوي یا له خپلو کورنیو ورک دي.
د راپور په حواله، له کورنیو جلا شوي یا بېسرپرسته ماشومان بېړنۍ ساتنې ته اړتیا لري.
د یادونې ده چې له دې وړاندې ملګرو ملتونو اسرائیلي پوځ د هغو دولتونو او وسلهوالو ډلو په نوملړ کې شامل کړی وو چې د ماشومانو له حقونو سرغړونې کوي.
ټیګونه