د مرسته کوونکو وژنه یعني اسرائیل له نازيانو هم خطرناکه دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i149746-د_مرسته_کوونکو_وژنه_یعني_اسرائیل_له_نازيانو_هم_خطرناکه_دی
پارس تودی- د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو دفتر د غزې په ترانګه کې د مرسته کوونکو نیروګانو او داکټرانو په وژلو کې د صهیونیستانو د اقداماتو غندنه کړې ده.
(last modified 2024-06-26T06:58:05+00:00 )
Jun 26, 2024 11:27 Asia/Kabul
  • د مرسته کوونکو وژنه یعني اسرائیل له نازيانو هم خطرناکه دی

پارس تودی- د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو دفتر د غزې په ترانګه کې د مرسته کوونکو نیروګانو او داکټرانو په وژلو کې د صهیونیستانو د اقداماتو غندنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو دفتر د صهیونیستانو له لورې په غزې کې د داکټرانو او نرسانو او همداشان د مرسته کوونکو په وژلو باندې په سختو نیوکو سره، جوته کړه:  په غزې کې د ډاکټرانو وژل او نیولل د عامو خلګو لپاره ډېرې ناوړې پایلې لري. د پارس تودی له راپور سره سم، په غزې کې د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکټوبر له اوومې یعني د جنګ له پیله تر اوسه پورې لږ تر لږه ۵۰۰ داکټران او مرستندویان د صهیونیستي رژیم د ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د دفتر د اعلامیې له مخې، دغې وژنې په روغتونونو او نورو درملیزو مرکزونو باندې د اسرائیل د پوځ د پلان شوي بریدونو په نتیجه کې تر سره شوي چي له جنګي او بشردوستانه اصولو او قوانینو سره په ټکر کې دي.

د دغو جنایاتو تر ټولو وروستۍ بېلګه، د سې شنبې ورځې ته ورګرځي چي صهیونیستي رژیم په کښې په غزې باندې په هوایي بریدونو کې د بې سرحده ډاکټرانو د سازمان غړی «فادی الوادیا»یې په شهادت ورسول.

د بې سرحده ډاکترانو سازمان د یوې اعلامیې په صادرولو سره د صهیونیست رژیم د دغه جنایت په غندلو سره، اعلان وکړ چي په غزې باندې د اسرائیل د رژیم د بریدونو له پیله، دا د دې سازمان شپږم غړی دی چي د اسرائیل د رژیم له خوا په نښه کیږي.

اسرائیل رژیم د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکټوبر له اوومې راهیسې د غربي هیوادونو په هر اړخیز ملاتړ باندې په تکیې سره، په غزې او د اردن د سیند په لوېدیځې غاړې کې د فلسطین د بې دفاع ولس وژلو ته دوام ورکوي.

د وروستیو راپورونو له مخې، تر اوسه پورې په غزې باندې د صهیونیست رژیم د بریدونو په نتیجه کې له ۳۷ زرو زیات فلسطینیان شهیدان شوي او له ۸۵ زرو نه زیات ټپیان شوي دي.