فلسطین کې د یوې کورنۍ لس غړي شهیدان شوي.
فلسطین کې د صهیونیسټ رژیم په تازه بریدونو کې د یوې کورنۍ لس غړي شهیدان شوي، بلخوا یو ۶ کلن ماشوم د لوږې، اوبو او طبي وسایلو د نشتوالې له امله ژوند بایللی.
په فلسطین د صهیونیسټي رژیم د بریدونو په دوام؛ د د غه رژیم ځواکونو نن سهار د غزې په جنوب کې بریدونو کړې چې له امله یې ۳ تنه شهیدان شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د عربي رسنیو د خبر له مخې؛ په جبالیه کې پر یوه کور د اسرائیلو په برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لس تنه فلسطینیان شهیدان شوي.
په ورته وخت کې رسنۍ وایي: د غزې په مرکزي روغتون کې یو شپږ کلن ماشوم د لوږې، اوبو او طبي وسایلو د نشتوالي له امله مړ شوی، چې له دې سره په غزه کې د خوارځواکۍ له امله د مړو شویو فلسطینیانو شمېر ۴۱ تنو ته ورسېد.
د یادونې وړده چې د تیر کال د اکتوبر له اومې نیټې څخه د صهیونیسټي رژیم په بریدونو کې تر دا مهاله څه باندې ۳۸ فلسطیني وګړي شهیدان او شاوخوا ۸۷ زره نور ټپیان شوي دي.