د لبنان په سویل او ختیځ باندې د صهیونیسټي رژیم حمله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i150158-د_لبنان_په_سویل_او_ختیځ_باندې_د_صهیونیسټي_رژیم_حمله
د صهیونیسټي رژیم جنګي الوتکو دوه ځلې د لبنان جنوبي او ختیځې سیمې بمباري کړې.
(last modified 2024-07-10T04:39:30+00:00 )
Jul 10, 2024 09:05 Asia/Kabul
  • د لبنان په سویل او ختیځ باندې د صهیونیسټي رژیم حمله

د صهیونیسټي رژیم جنګي الوتکو دوه ځلې د لبنان جنوبي او ختیځې سیمې بمباري کړې.

د العهد خبري سایټ د خبر له مخې، صهیونیسټي رژیم چې د لبنان له حزب ا... سره یې د جنګ په میدان کښې ماتې خوړلې ده، د خپلو ماتو د جبیره کولو لپاره یې د لبنان په جنوب کښې د نیواکي فلسطین پولو ته څیرمه د هستوګنې په سیمې بمباري وکړه.

د خلکو په کورونو باندې د صهیونیسټي رزیم د بې هدفه بریدونو په دوران کښې تر دې دمه ‌‌‌ډیر کسان مړه او ژوبل شوي دي.

د لبنان حزب ا... هم د دغه برید له امله د یو خبل یو غړي د شهادت خبر ورکړی دی.

حزب ا... وویل چې د دې ډلې غړی، په امین مشهور «یاسر نمر قرنبش» په شهادت رسیدلی دی.

په عین حال کښې رسندوي سرچینو هم د جولان په نیواکي غونډیو کښې د صهیونیسټي رژیم د پوځ په دریځونو باندې د لبنان د حزب ا... د پراخې توغندوي حملې خبر ورکړی چې له امله یې څو صهیونیسټي پوځیان وژلي دي.