صهیونیسټان په فلسطیني ټاټوبي کښې امنیت نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i150498-صهیونیسټان_په_فلسطیني_ټاټوبي_کښې_امنیت_نه_لري
د فلسطین د مقاومت کمیټو ویلي چې د صهیونیسټانو خلاف د یمن ډرون عملیاتو ثابته کړه چې هغوي د فلسطین په خاوره کښې خوندي نه دي.
(last modified 2024-07-19T23:36:34+00:00 )
Jul 20, 2024 03:59 Asia/Kabul
  • صهیونیسټان په فلسطیني ټاټوبي کښې امنیت نه لري

د فلسطین د مقاومت کمیټو ویلي چې د صهیونیسټانو خلاف د یمن ډرون عملیاتو ثابته کړه چې هغوي د فلسطین په خاوره کښې خوندي نه دي.

دغو کمیټو په یوه خبرپاڼه کښې وویل: په تل ابیب باندې د حملې په لړ کښې د یمن ډرون عملیاتو د صهیونیسټانو مینځ تشې دبدبه ماته کړه او د دغه ريم بنیادونه یې ولړزول.

په یاده خبرپاڼه کښې راغلي دي چې دغو عملیاتو نیواکګرو صهیونیسټانو ته وښودله چې د فلسطین په ټاټوبي کښې امنیت نه لري او د هغوي وزیراعظم بنیامنین نتانیاهو، د جنګ وزیر یوآو ګالانټ او امریکايي ملاتړي یې، د فلسطین په ټاټوبي کښې دیره مهاجرو صهیونیسټانو ته د ځلوب وعده ورکوي.

د فلسطین مقاومتي کمیټو همداشان د مقاومت له ټولو ډلو وغوښتل چې د یمن د اتلو وسله والو ځواکونو څخه په زده کړې سره، په ټوله سیمه کښې د امریکې او اسرائیلو په ګټو حملې وکړي.