بنیامین نتانیاهو د اوربند او بندیانو د تبادلې فرصت لمنځه وړی
یوه فلسطیني چارواکي ویلي، چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو یو ځل بیا د اوربند او د بندیانو د تبادلې لپاره یوې هوکړې ته د رسېدو فرصت له منځه وړی او تر هغه چې امریکا پرې فشار وارد نکړي، د سیمه ییزې جګړې خطر به موجود وي.
د فلسطین د ملي ابتکار د غورځنګ سرمنشي مصطفی البرغوثي نن دوشنبه ویلي، چې د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو یو ځل بیا په خپلو دښمنانه اقداماتو د اوربند هوکړه او پر بندیانو د تیري او تبادلې د بندولو هیلې له مینځه وړي دي.
هغه ټینګار کوي چې، تر هغه امریکا پر نتانیاهو فشار وارد نکړي، د سیمه ییزې جګړې خطر به موجود وي او په خبره یې د دې جګړې مسووله به واشنګټن او صهیونیستي رژیم وي.
دا په داسې حال کې ده چې، د صهیونیستي رژیم د کابینې د مخالفې ډلې مشر یائیر لاپید د یکشنبې په شپه د مذاکراتو او د فلسطیني بندیانو د خلاصون په بدل کې د صهیونیستي بندیانو د خوشې کېدو د هوکړې د مخنیوي برخه کې د نتانیاهو په اقداماتو سختې نیوکې وکړې.
هغه ویلي، چې نتانیاهو په قصدي توګه د بندیانو د خلاصون د هوکړې فرصت له منځه وړي.
لاپید وویل که نتانیاهو د صهیونیستي بندیانو د خوشې کولو لپاره د هوکړې په لټه وي نو باید په هرو درېیو ساعتونو کې اعلامیه خپره نه کړي ځکه؛ په خبره یې دا کار د اسرائیلو د مذاکره کوونکي ټیم کار ستونزمن کوي.
په ورته مهال د صهیونیستي رژيم پخواني لومړي وزیر ایهود باراک تېر ماښام ویلي چې، د نتانیاهو وروستيو کړنو د یاد رژیم دوام له ګواښ سره مخ کړی او باید له دندې ګوښه شي.
باراک د صهیونیستي رژيم اوسني لومړي وزیر ته په اشارې ویلي دا چې نتانیاهو له قانون سره مخالفت کوي نو هغه د دې دندې وړتیا نه لري.
باراک زیاتوي د جګړې پر دوام د نتانیاهو ټینګار د هغه شخصي غوښتنه ده او دې کار د صهیونیستي بندیانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی او په خبره یې دا چاره سیمه ییزې جګړې ته لاره هواروي چې د اسرائيلو په ګټه نه ده.
په داسې حال کې چې د صهیونیستي رژیم رسنیو او ځینو امریکایي چارواکو په دوحه کې د خبرواترو په نوي پړاو کې د پرمختګ خبرې کولې، د حماس غورځنګ سرچینو دغه ادعا رد کړه او ویې ویل دغو خبرو هېڅ پایله نه ده ورکړې .
د حماس غورځنګ د نتانیاهو پر کابینې د فشار راوړلو پر اړتیا ټینګار کوي تر څو هوکړې ته غاړه کېږي.
ټاکل شوې د شخړې د خبرو اترو پړاو راتلونکې اونۍ په قاهره کې ترسره شي.
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) لوړپوړی چارواکی (سامی ابوزهری) د قطر په پلازمینه دوحه کې د تیرې اونۍ د پنجشنبې او جمعې خبرو اترو ته په اشارې وایي، چې په دې ناسته کې پر حقیقي خبرو او هوکړې ټینګار نشته.
هغه زیاتوي چې یواځې دا هڅه روانه ده چې څنګه د صهيونېستي رژيم او امريکا غوښتنې د مقاومت پر ځواکونو عملي شي.