د غزې په تړانګه کې شپږ تنه نور فلسطینیان شهیدان شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i152042-د_غزې_په_تړانګه_کې_شپږ_تنه_نور_فلسطینیان_شهیدان_شول
صهیونیسټی پوځ په خپل وروستی جنایت کې د غزې تړانګې په مختلفو سیمو کې شپږ فلسطینیان شهیدان کړل.
(last modified 2024-09-03T21:43:22+00:00 )
Sep 04, 2024 02:12 Asia/Kabul
  • د غزې په تړانګه کې شپږ تنه نور فلسطینیان شهیدان شول

صهیونیسټی پوځ په خپل وروستی جنایت کې د غزې تړانګې په مختلفو سیمو کې شپږ فلسطینیان شهیدان کړل.

د مهر خبری آژانس د خبر له مخې د غزې تړانګې په جنوب کې د رفح ښار په ختیځ کې د فلسطینیانو په یوې ډلې د صهیونیسټی پوځیانو د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې ۳ فلسطینیان وژل شوي دي.

د غزې د ښار په جنوب ختیځ کې په الزیتون سیمه کې د صهیونیسټی نیواکګرو عسکرو په حملې کې دوه فلسطینیان شهیدان او یوشمیر نور ژوبل شول.

د الجزیرې خبریال د غزې په مرکز کې د النصرات په شمال لویدیځ کې د یو فلسطینی د شهادت خبر ورکړ.

د صهیونیسټ رژیم پوځیانو دغه راز د نیواک شوی بیت المقدس په شمال ختیځ کښې د«شعفاط» په کمپ هم حمله وکړه .

د اسرایلو پولیسو په بیت المقدس کې د بیت حنینا په ښارګوټي کې یو شمیر فلسطینیان نیولي دي.

په همدې حال کې د صهیونیسټي رژیم پوځیانو د قدس ښار په زړې برخې کې خپلو اقداماتو ته زور ورکړی او د الاقصی جومات د ننوتو په څنګ کې ځای پر ځای شوی دی او دغه مقدس ځای ته د فلسطینیانو د ننوتو مخه نیسي.

صهیونیسټي رژیم له ۲۰۰۳ کال راهیسي په مختلفو پلمو په مسجد الاقصی باندې د حملې اجازه ورکړې ده.

الاقصی جومات د بیت المقدس د اسلامي-فلسطین د هویت د اصلي سمبول په توګه تل د بیت المقدس د نیواکګر رژیم د تخریبي اعمالو هدف ګرځیدلی دی.