سوریه کې د څوارلس ملکي وګړو شهادت
Sep 09, 2024 14:03 Asia/Kabul
د سوریې رسنیو د دغه هیواد په مرکزي سیمو دصهیونیستانو له حملې وروسته د ۱۴ ملکیانو د شهادت خبر ورکړ.
د سوریې د روغتیا وزارت چارواکو وویل دغه حمله د حماه ولایت په لویدیځ مصیاف ښار کې شوې او په دغه پیښه کې د څلورو شهیدانو په ګډون ۴۰ تنه ژوبل شوي دي.
المیادین شبکه په یوه راپور کې ویلي چې، د صهیونیستانو په برید کې د ساینسي تحقیقاتو مرکز او د دفاعي لابراتوار تاسیسات په نښه شوي دي.
دسوریې پرضد دصهیونیستي رژیم تیری له تیرې یوې لسیزې راهسې دوام لري او د بشري حقوقو نړیوالو موسسو هم دغې مسلې ته لا موثر ځواب نه دی ورکړی .