د اسرائیلو د ټیکنالوجۍ صنعت ته سخت تاوان رسیدلی
د صهیونیسټي رژيم د ټیکنالوجۍ یوې موسسې ویلي چې په نیواکي فلسطین کښې د پرمختللې ټیکنالوجۍ څه باندې نیمايي شرکتونو د خپلو پانګونو د لغو کیدو او د راتلونکي په هکله د خپلو اندیښنو د سختیدو خبر ورکړی دی.
د صهیونیسټي رژيم د ټیکنالوجۍ یوې موسسې ویلي چې په نیواکي فلسطین کښې د پرمختللې ټیکنالوجۍ څه باندې نیمايي شرکتونو د خپلو پانګونو د لغو کیدو او د راتلونکي په هکله د خپلو اندیښنو د سختیدو خبر ورکړی دی.
د العالم د خبر له مخې، «سټارټ اپ نیشن» اسرائیلې موسسې د «واینټ» عبري ویب سایټ د نظرسنجۍ په استناد سره ویلي چې په غزه کښې د جنګ له پیلیدو راهیسې اسرائیلي شرکتونو ۷.۸ میلیارډ ډالره پانګه جذب کړې ده چې د تیر کال په پرتله په کښې ۴ فیصده کموالی راغلی دی.
په عین حال کښې د Hi-Tech) ۴۹ فیصده شرکتونو هم د خپلې پانګونې د لغو کیدو خبر ورکړی او کابو ۷۰ فیصده سترو بهرنیو شرکتونو هم په راتلونکي کال کښې په نیواکي ټاټوبي کښې د سترو پانګونو د احتمالي زیاتوالي په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړې ده.
دا احصائیې د هغه ستر اقتصادي ګوزار نښه ده چې د غزې جنګ د نیواکي فلسطین په شمال کښې موجودو پرمختللو شرکتونو ته سخت تاوان رسولی دی.