اسرائیل د مناسبو توغندیو له کمي سره مخامخ شوی دی
پارس ټوډی- یوې انګلیسي ورځپاڼې په یوه مقاله کښې د اسرائیلو د دافع هوا توغندیو کمښت ته اشاره کړې ده.
فایننشل ټایمز د صنعتي مدیرانو، پخوانیو پوځي چارواکو او شناندو له قوله لیکلي دي: د اسرائیلو رژیم چې له بریدونو سره د مقابلې لپاره د خپلې هوايي دفاع د پياوړې کولو کوشش کوي، د مخه نیونکو توغندیو له کمي سره مخامخ شوی دی. د پارس ټوډی د خبر له مخې، دغې ورځپاڼې زیاته کړه: امریکا هڅه کوي د اسرائیلو په حفاظتي سپر کښې د رامینځته شوي درز په کمولو کې مرسته وکړي.
په دې وجه فایننشل ټایمز تیره یکشنبه د اسرائیلو له خوا په نیواکي ټاټوبي کښې د تاد نومې توغندي ضده سیسټم د لګولو خبر ورکړ.
دغې ورځپاڼې اعتراف وکړ چې صهیونیسټي رژيم د اکتوبر په اوله نیټه د دغه رژيم د مرکزونو خلاف د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا د توغول شویو عملیاتو په لړ کښې د ایران د ۱۸۰ توغول شویو بالیسټک توغندیو په مخنیوي کښې ډیره کمه بریا درلودله.
دغې رسنۍ د شناندو د څرګندونو په استناد، وویل چې په یادو عملیاتو کښې تقریباً ۳۶ توغندي په نواتیم هوايي اډې ولګیدل او یو بل توغندی د موساد له مرکزه ۷۰۰ میټره لرې چاودلی دی.
په عین حال کښې فایننشل ټایمز د امریکې د پخواني دفاعي چارواکو دانا اسټرول له قوله ولیکل: د اسرائیلي مهماتو مسئله ډیره جدي ده. که ایران د اسرائیلو د بریدونو ځواب ورکړي او حزب الله ورسره ملګری شي نو د اسرائیلو هوايي دفاع به تر فشار لاندې راشي.
هغه زیاته کړه چې د امریکې د مهماتو زیرمې نامحدودې نه دي او نه شي کولې چې په یو وخت د یوکرین او اسرائیلو وسلې برابر کاندي، مونږ بحراني ټکي ته رسیدلي یو.