اسرائیلي اسیر: په پوځي عملیاتو سره د اسیرانو ژغورل ناشوني دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i158540-اسرائیلي_اسیر_په_پوځي_عملیاتو_سره_د_اسیرانو_ژغورل_ناشوني_دي
د حماس غورځنګ پوځي څانګې د یو اسرائیلي اسیر د ویډیو کلپ په خپرولو سره یو ځل بیا د پوځي عملیاتو له لارې د صهیونیسټي اسیرانو د ژغورنې په ناممکن والي ټینګار وکړ.
(last modified 2025-03-30T03:52:42+00:00 )
Mar 30, 2025 04:09 Asia/Kabul
  • اسرائیلي اسیر: په پوځي عملیاتو سره د اسیرانو ژغورل ناشوني دي

د حماس غورځنګ پوځي څانګې د یو اسرائیلي اسیر د ویډیو کلپ په خپرولو سره یو ځل بیا د پوځي عملیاتو له لارې د صهیونیسټي اسیرانو د ژغورنې په ناممکن والي ټینګار وکړ.

ایرنا د فلسطین د سما خبري آژانس په حواله خبر ورکړی چې په دغې ویډیو کښې اسرائیلي اسیر، د نیواکي ټاټوبي اوسیدونکو ته په خطاب کښې د خپلې آزادۍ لپاره د کوشش غوښتنه کوي او د صهیونیسټي رژيم له وزیراعظم بنیامین نتانیاهو غواړي چې په دې ویډیو کښې د ده غوښتنو ته پام وکړي.

هغه همداشان د نفسیاتي جنګ د ادعا په ردولو سره، شواروزي بمبارۍ او له خپلو اولادونو د میاندو لرې والی، یو حقیقي نفسیاتي جنګ وباله.

دغه اسرائیلي بندي د اسرائیلو د کارګرانو له اتحادیې هم وغوښتل چې په تل ابیب باندې په دباؤ اچولو سره دې د ده د آزادولو په لړ کښې ګام پورته کړي.

هغه په پاې کښې ټینګار وکړ چې د اسیرانو د خوشې کولو لپاره هرډول پوځي کوشش به د دوي د مړینې لامل شي.

دا ویډیو په داسې حال کښې خپره شوې چې د اسیرانو تبادله، د حماس او صهیونیسټي رژیم ترمینځ د نښتو یوه اصلي موضوع وه او په دې لړ کښې موافقې ته د رسیدو لپاره د دریمګړو هلې ځلې تر دې دمه بې ګټې پاتې دي.

له بلې خوا په تل ابیب کښې زرګونه کسان، د اسیرانو په کیس کښې د نتانیاهو د کابینې په تګلارې باندې په اعتراض کښې سړکونو ته راووتل او د اسیرانو د تبادلې د موافقې د اجرا کیدو او شاباک د مشر او د هغه د قضايي صلاحکار د څنګته کولو لپاره له هلوځلو سره د مخالفت غوښتونکي شول.