د غزې په تړانګه کې  ۱۶ فلسطينياني وګړي شهیدان شوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i159514-د_غزې_په_تړانګه_کې_۱۶_فلسطينياني_وګړي_شهیدان_شوي
پارس‌ ټودي - خبري سرچينو د صهيونيستي رژيم د پوځ له خوا د غزې تړانګې په بېلابېلو سيمو باندې د بريدونو او ۱۶ نورو فلسطينيانو د شهادت خبر ورکړی دی.
(last modified 2025-04-30T08:52:19+00:00 )
Apr 30, 2025 13:20 Asia/Kabul
  • د غزې په تړانګه کې  ۱۶ فلسطينياني وګړي شهیدان شوي

پارس‌ ټودي - خبري سرچينو د صهيونيستي رژيم د پوځ له خوا د غزې تړانګې په بېلابېلو سيمو باندې د بريدونو او ۱۶ نورو فلسطينيانو د شهادت خبر ورکړی دی.

د چهارشنبې له سهاره تر اوسه د صهيونيستي رژيم د پوځ له خوا د غزې تړانګې پر بېلابېلو سيمو د بريدونو په ترڅ کې ۱۶ فلسطينيان شهيدان شوي، چې ۱۲ يې د غزې تړانګې په مرکزي برخه کې په شهادت رسیدلي.

د صهيونيستي اشغالګرو پوځيانو له خوا د لويديځې غاړې پر بېلابېلو سيمو بريدونه لا هم روان دي.

په وروستي اقدام کې، اشغالګرو د رام الله په شمال لويديځ کې د «عاروره» کلي، د نابلس په جنوب کې د «قريوت» کلي او د لويديځې غاړې نورو سيمو باندې يرغل وکړ او پر فلسطينيانو يې ډزې وکړې.

اشغالګرو پوځيانو د نابلس په جنوب کې د «اللبن» کلي باندې هم يرغل وکړ او خلک يې اړ کړل چې خپلې هټۍ وتړي.

فلسطيني سرچينو د جنين په ختيځ کې د «ديرابوضعيف» کلي څخه د دوو ځوانانو د نيولو او په طولکرم کې د يوه کس د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.