په دمشق د صهيونيستي بې‌پيلوټه الوتکو پراخه الوتنې ترسره کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i159524-په_دمشق_د_صهيونيستي_بې_پيلوټه_الوتکو_پراخه_الوتنې_ترسره_کیږي
پارس‌ ټودي - د سوريې محلي سرچينو د دمشق او السويداء ولايت پر سر د صهيونيستي بې‌پيلوټه الوتکو د پراخو الوتنو خبر ورکړی دی.
(last modified 2025-04-30T09:18:27+00:00 )
Apr 30, 2025 13:47 Asia/Kabul
  • په دمشق د صهيونيستي بې‌پيلوټه الوتکو پراخه الوتنې ترسره کیږي

پارس‌ ټودي - د سوريې محلي سرچينو د دمشق او السويداء ولايت پر سر د صهيونيستي بې‌پيلوټه الوتکو د پراخو الوتنو خبر ورکړی دی.

د سوريې محلي سرچينو نن چهارشنبه سهار اعلان وکړ چې څو ساعته وړاندې د صهيونيستي بې‌پيلوټه الوتکو د سوريې پر پلازمېنه دمشق باندې پراخه الوتنې وکړې.

همدارنګه راپورونه ورکړل شوي چې صهيونيستي بې‌پيلوټه الوتکو د سوريې په جنوب کې د السويداء ولايت په هوايي حريم کې په ټيټه ارتفاع الوتنې کړې دي.