فلسطیني چارواکی: په غزه کې قحطي خپریږي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i159716-فلسطیني_چارواکی_په_غزه_کې_قحطي_خپریږي
پارس ټوډي - د غزې د روغتیا وزارت د ساحوي روغتونونو رئیس وویل چې د دې تړانګې ډېری اوسیدونکي له لوږې سره مخ دي.
(last modified 2025-05-05T00:30:54+00:00 )
May 05, 2025 04:59 Asia/Kabul
  • فلسطیني چارواکی: په غزه کې قحطي خپریږي

پارس ټوډي - د غزې د روغتیا وزارت د ساحوي روغتونونو رئیس وویل چې د دې تړانګې ډېری اوسیدونکي له لوږې سره مخ دي.

د غزې د روغتیا وزارت د ساحوي روغتونونو رئیس مروان الهمص ویلي: د غزې ډېری خلک له لوږې سره مخ دي. پرته له شکه، قحطي به په غزې تړانګه کې خپره شي او موږ د دې مخنیوي لپاره هیڅ لاره نه لرو.

الهمص ټینګار وکړ: زموږ پیغام ټولې نړۍ ته دا دی چې د نسل‌وژنې جګړه او لوږه ودروئ، موږ غواړو په سوله کې ژوند وکړو چې د نړۍ د هر ملت له کرامت سره سمون ولري.