د اوربند د چټکتیا لپاره د هر ډول وړاندیزونو هرکلی کوو
پارس تودي - د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ ویندوي پرون په یولړ څرګندونو کې ووئيل؛ دا غورځنګ د ټولو هغو نظرونو او وړاندیزونو هرکلی کوي چې اوربند ته د زر رسېدو لامل شي.
پارس ټوې د ایرناله قوله راپور ورکړی، د اسلامي ونیدوي جهاد طه وویل: مونږ له ټولو مینځګړو غواړو چې ډونلډ ټرمپ د پخوانیو مذاکراتو د بهیر او د اوربند موافقې ته د رسېدو په ناکامولو کې د نتانیاهو د رول په اړه خبر کړي.
تر دې مخکې، صهیونیستي ورځپاڼې معاریو ایشوا کړې چې د سپینې ماڼۍ د مینځني ختیځ لپاره ځانګړي استازي «سټیو ویټکاف» د (دوشنبې) په ورځ په نیواکي ټاټوبو کې له صهیونیستي چارواکو سره په لیدنې کې د اسیرانو د تبادلې لپاره د مذاکراتو نوې طرحه وړاندې کړې چې حماس غورځنګ نور هم نرمولی او د غزې د جګړې د پای ته رسولو او دایمي اوربند لپاره لار هوارولی شي.
معاریو د دوو لوړپوړو اسرائیلي سرچینو له قوله لیکلي دي، امریکایان نور د ویټکاف لومړنۍ طرحه د اوربند د توافق اساس نه ګڼي او یوه نوې حل لاره ئې وړاندې کړې.
د همدې سرچینو په وینا، ویټکاف د دوشنبې په ورځ، نتانیاهو ته یو نوی وړاندیز وړاندې کړی چې پر بنسټ ئې د غزې جګړې پای ته د رسولو او د دایمي او اوږدمهاله اوربند لپاره د یوې هراړخیز ې موافقې لپاره لیدلوری وړاندې کېدای شي.
د ټرمپ ځانګړي استازي تر دې وړاندې د مذاکراتو لپاره یوه طرحه وړاندې کړې وه چې له مخې یې ۱۱ اسرائیلي اسیران، چې لا ژوندي دي، د اوربند په بدل کې خوشې کېږي او نور اسیران به د اوربند په اوږدو او د جګړې له پای سره خوشې شي.