په صنعا هوايي ډګر کې الوتنې بېرته پیل شوې
(last modified Sat, 17 May 2025 09:51:47 GMT )
May 17, 2025 14:21 Asia/Kabul
  • په صنعا هوايي ډګر کې الوتنې بېرته پیل شوې

پارس‌ ټودي - خبري سرچینو د یمن په پلازمېنه صنعا کې د نړیوال هوايي ډګر د الوتنو بیا پیلېدو خبر ورکړی دی.

د یمن هوايي شرکت الوتنې نن شنبه په صنعا نړیوال هوايي ډګر کې بېرته پیل شوې، او لومړۍ الوتنه د ۱۳۴ مسافرو سره د اردن د «ملکه علیا» هوايي ډګر څخه په صنعا کې کښېناسته.

د صهیونیسټ رژیم د ۲۰۲۵ کال د مې په ۶مه د یمن پلازمېنې صنعا نړیوال هوايي ډګر پر هوايي بریدونو هدف وګرځاوه.

د صهیونیسټ رژیم رسنیو اعلان وکړ چې لږ تر لږه ۱۵ هوايي بریدونه په صنعا هوايي ډګر شوي دي.

د اسراییلو پوځ هم ادعا وکړه چې په یمن باندې په خپلو هوايي بریدونو کې یې د صنعا نړیوال هوايي ډګر په بشپړه توګه له کاره غورځولی دی.

د صنعا هوايي ډګر عمومي مدیر خالد الشایف د المسیره شبکې سره په خبرو کې ویلي وو چې د صهیونیسټ رژیم د تجاوز له امله رامنځته شویو زیانونو په پایله کې د صنعا هوايي ډګر ته ټولې الوتنې تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوې دي.