د بقا لپاره اشغال؛ د غزې په اړه د صهيونستي رژیم نوي پلان ته کتنه** 
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i163228
پارس ټوډی - د لوېديځې اسيا د چارو يو کارپوه د اسرائيلو د لومړي وزیر لخوا د غزې د اشغال پلان د هغه د سياسي بقا لپاره اړين شرط وباله.
(last modified 2025-08-07T10:40:57+00:00 )
Aug 07, 2025 14:33 Asia/Kabul
  • جورجيو کافيرو، د لوېديځې اسيا چارو شنونکی
    جورجيو کافيرو، د لوېديځې اسيا چارو شنونکی

پارس ټوډی - د لوېديځې اسيا د چارو يو کارپوه د اسرائيلو د لومړي وزیر لخوا د غزې د اشغال پلان د هغه د سياسي بقا لپاره اړين شرط وباله.

د صهیونیسټي رژیم لومړي وزیر «بنيامين نتانياهو»، چې اوس د خپلو اهدافو لکه د فلسطين د اسلامي مقاومت ځواکونو (حماس) د ماتولو په لار کې ناکام دی، په دې وروستيو وختونو کې د خپلو افراطي وزيرانو سره د غزې د بشپړ الحاق پلان مخې ته کړی.

 دا پلان د دوی د ادعا له مخې الحاق دی، خو په حقيقت کې د غزې بشپړ اشغال دی.

نوموړي د سه‌شنبې په ورځ په يوې پوځي اډې کې نويو ځواکونو ته وويل، «اوس هم اړتيا ده چې د غزې دښمن ته بشپړه ماتې ورکړو، خپل اسيران خوشې کړو او ډاډ ترلاسه کړو چې غزه به د اسرائيل لپاره بيا هيڅکله ګواښ نه وي».

هغه وويل، «تر ټولو زيات ځواکونه» د امادګۍ په حال کې دي او «موږ به د دې ماموريتونو څخه لاس نه اخلو».

د پارس‌ ټودی د را پورو له مخې؛ د لوېديځې اسيا چارو شنونکی «جورجيو کافيرو» وويل، د غزې الحاق د اسرائيل لپاره کيدای شي د نتانياهو د افراطي ملګرو د ارامولو لپاره يو نااميدونکی امتیاز وي، نتانیاهو مخکې هم د یهودي میشت‌ځایونو پراخول یا د اسلامي مقدسو ځایونو تحریک، د خپل قدرت ښودلو او له سیاسي رسوایۍ څخه د توجه اړولو لپاره کارولي دي.

 

کافیرو ټینګار کړی:

نتانیاهو د خپلو افراطي وزیرانو دوامداره ملاتړ نه یوازې یو سیاسي فرصت بولي، بلکې دا د خپلې سیاسي بقاء لپاره اړین شرط ګڼي."

د «نیو عرب» وېب‌پاڼې له‌ مخې، کافیرو ویلي:
نتانیاهو په وروستیو میاشتو کې، د افراطي ښي اړخو وزیرانو غوښتنو ته مسلسل غاړه ایښې، حتی که دا چاره اسرائیل لا نور نړیوالې انزوا ته ورسوي یا دننه سیاسي اختلافونه ډېر کړي.

د کافیرو په باور، که څه هم د غزې اشغال مخکې هم مطرح شوی و، اوس بیا په جدي بڼه مطرح شوی دی.

د نتانیاهو د کمزوري ائتلاف د ساتلو لپاره، چې د افراطي ځواکونو تر واک لاندې دی، دا طرحه یوازې د سیاسي مانور په توګه له پامه غورځول، ښايي سمه نه وي.

هغه وایي، د غزې د اشغال خبرې (چې نتانیاهو ورته الحاق وایي)، د یو احتمالي نه بېرته راتلونکي کړکېچ نښه ده، چې د غزې راتلونکې او د سیمې ثبات ته به ژورې او خطرناکې پایلې ولري، که دا اشغال لنډمهالی وي یا اوږدمهالی.

کافیرو زیاتوي:

"نړۍ دا مهال د غزې لوږه ویني؛ یوه سیمه چې هره ورځ پکې قحطی ماشومان او نور فلسطینیان وژني، او اسرائیل لوږه د یو وسلې په توګه کاروي. پاتې شوې سیمه، یوازې یوه ورانه شوې فلسطیني خاوره ده، هلته نه دیپلماسي شته، نه بشري اصول، بلکې نسل‌کشي روانه ده."

په همدې حال کې، جوزف آ. کچیچیان د ملک فیصل مرکز ارشد څېړونکی – د «نیو عرب» سره په مرکه کې ویلي:

"د نتانیاهو حکومت له سیاسي پلوه ډېر کمزوری دی، او باید تل د خپلو افراطي ملګرو د خوښې لپاره سازشونه وکړي. نو دا حیرانوونکې نه ده که د غزې د الحاق طرحه مطرح کوي."

هغه همداراز ویلي:

"حتی که غزه الحاق شي، بیا رغونه به یې میلیارډونه ډالر لګښت ولري – هغه پیسې چې اسرائیل یې نه لري – او ډېر کم هېوادونه به وغواړي چې دغه سیمه د ختیځ موناکو (یوه پرمختللې ساحلي سیمه) ته واړوي.

 الحاق کېدای شي اسرائیل ته دا زمینه برابره کړي چې د غزې سمندري منابع، په ځانګړې توګه طبیعي ګاز، د ځان کړي، خو دا به یو غلا وي، چې خپل خاص خطرونه به ولري."