د فلسطیني مقاومتي ډلو له خوا د هر ډول بې وسلې کولو سره مخالفت وښودل شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i163254
پارس‌ ټوډی - د فلسطین مقاومتي کمېټو اعلان وکړ چې د صهیونیستي رژیم د کابینې له خوا د غزې د نیولو پرېکړه د دښمن سیاسي او عملیاتي بحران ښکاره کوي. 
(last modified 2025-08-08T10:26:11+00:00 )
Aug 08, 2025 14:55 Asia/Kabul
  • د فلسطیني مقاومتي ډلو له خوا د هر ډول بې وسلې کولو سره مخالفت وښودل شو

پارس‌ ټوډی - د فلسطین مقاومتي کمېټو اعلان وکړ چې د صهیونیستي رژیم د کابینې له خوا د غزې د نیولو پرېکړه د دښمن سیاسي او عملیاتي بحران ښکاره کوي. 

پارس ټوډی د فارس خبري اژانس له قوله را پور ورکړی، چې د فلسطین مقاومتي کمېټو په یوه بیان کې د غزې د اوربند په توافق کې د هر ډول بې وسلې کول رد کړي او ویلي، د اسرائیلو اشغالګر رژیم د غزې د نیولو په اړه پرېکړې د دښمن سیاسي او عملیاتي بې کفایتي او بحران ښکاره کوي. 

د فلسطین مقاومتي کمېټو ټینګار وکړ چې د مقاومت وسلې به تر هغه وخته پورې د صهیونیستي دښمن پر ضد وساتل شي، تر څو اشغالګر زموږ له خاورې ونه وځي. 

د "المیادین" تلویزیوني شبکې د فلسطین د مقاومتي کمېټو په حواله راپور ورکړ چې د جنګي جنایتکار  نتانیاهو، له خوا د غزې د نیولو پرېکړې د نسل وژنې او جنګي جنایتونو د دوام لپاره روښانه لارښوونه ده.