د یمن له خاورې څخه پر اشغالي سیمو توغندیز برید شوی 
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i164734-د_یمن_له_خاورې_څخه_پر_اشغالي_سیمو_توغندیز_برید_شوی
پارس ټوډی - د صهیونیستي رژیم خبري سرچینو اعلان کړی چې بیګا  له یمن څخه یو توغندی  پر اشغالي سیمو ویشتل شوی دی. 
(last modified 2025-09-18T01:16:18+00:00 )
Sep 18, 2025 05:44 Asia/Kabul
  • د یمن له خاورې څخه پر اشغالي سیمو توغندیز برید شوی 

پارس ټوډی - د صهیونیستي رژیم خبري سرچینو اعلان کړی چې بیګا  له یمن څخه یو توغندی  پر اشغالي سیمو ویشتل شوی دی. 

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع اعلان کړی ، چې د دوی واحد توغندی د «فلسطین۲» هایپر سونیک بالستیک توغندي سره د اشغالي سیمې په یافا ښار کې یو حساس هدف په نښه کړی دی. 

د یحیی سریع په وینا، دا عملیات په بشپړ بریالیتوب سره هدف ته رسېدلي او په پایله کې یې ګڼ شمېر صهیونیستانو پناه ځایونو ته منډې کړې دي.

په اعلامیه کې راغلي چې دا عملیات د غزې د مظلومو خلکو د ملاتړ او پر یمن د اسرائیلو د تجاوز په ځواب کې ترسره شوي دي.