میډل ایسټ آی: د عربي ناتو جوړولو پلان ناکامه شو
-
د عربي ناتو د جوړولو د پلان ناکامي
پارس تودی- یوه انګلیسي نشریې په یوې مقالې کې «د مصر له خوا د عربي ناتو جوړولو وړاندیز د دوحې په غونډه کې رد شوی» تر عنوان لاندې په تفصیل سره په دې غونډې کې د قاهرې د عربي پوځي اتحادیې د ابتکار په اړه سیاسي اختلافاتو ته کتنه کړې او د دې پلان د ناکامۍ خبر یې ورکړی دی.
د پارس تودې له راپور سره سم، د دوحې په غونډه کې د عربي ګډ دفاعي ځواک جوړولو لپاره د مصر نوښت د قطر او اماراتو مخالفت او همدارنګه د امریکا لاسوهنو له امله ناکامه شو؛ داسي یوه پېښه چې په عربي نړۍ کې له صهیونیستي رژیم سره د مقابلې په څرنګوالي کې ژور اختلافات څرګندې کړې.
«میډل ایسټ آی» تحلیلی نشریې په خپله تازه مقاله کې یادونه کړې چې د مصر پلان اصلي مخالفین په حقیقت کې قطر او متحده عربي امارات وو، مسلې چې د سیمې امنیت او د صهیونیستي رژیم د ګواښ سره د مقابلې په څرنګوالي کې ژور اختلافات څرګندې کړې دي.
د مصر وړاندیز او لومړنی غبرګون
میډل ایسټ آی په دې باندې په ټینګار سره چې د مصر پلان د «۱۹۵۰ میلادي کال د ګډ دفاع او اقتصادي همکارۍ تړون» تر چترې لاندې وړاندې شوی، د یوه لوړ پوړي مصري دیپلومات له قوله راولي چې موخه د غړو هېوادونو د دفاع لپاره د یوې چټکې غبرګون ځواک جوړول دي چې د بهرنيو ګواښونو، «په ځانګړې توګه اسرائیل» پر وړاندې وي؛ همدارنګه هماغه مقام ویلي چې د مصر د بهرنیو چارو وزیر دا وړاندیز رسماً خپلو عربي همکارانو ته وړاندې کړی او دا یې د بهرنیو فوځي سلاکارانو ته د تکیې د کمولو لپاره یو دفاعي اقدام معرفي کړی دی.
دا مقاله یادونه کوي چې سمدستي د دې اتحادیې د مشرۍ په اړه اختلاف رامنځته شوی. مصر د خپل پوځي تجربې پر اساس ټینګار کاوه چې باید په سر کې وي، په داسې حال کې چې سعودي عربستان هم د قوماندانۍ غوښتنه کوله. په همدې حال کې، د دې مقالې له مخې، اصلي مخالفت له قطر او اماراتو له خوا و چې د دې پلان پر مخ خنډ کښېښود.
دغه انګلیسي نشریه زیاتوي چې له دې غونډې وروسته په کمه موده کې، سعودي عربستان د پاکستان سره یو دوه اړخیز دفاعي تړون لاسلیک کړ چې دا بدلون د میډل ایسټ آی په اند د فارس خلیج پر هیوادونو د صهیونیستي رژیم د یرغل د مهارولو لپاره د امریکا د ګروهنې کمزورې کچې ته انعکاس ورکوي. میډل ایسټ آی همدارنګه لیکلي چې «عبدالفتاح السيسي» د مصر ولسمشر د قاهرې له پلان سره تر مخالفت وروسته «په شدت ناهیلی» شوی او دوحه یې پرېښې ده.
د امریکا نفوذ او شاته فشارونه
یو بل لوړ پوړي مصري دیپلومات میډل ایسټ آی ته ویلي چې د امریکا نفوذ په دې غونډې کې ټاکونکی عامل و. یوه قطري پلاوي د واشنګټن له خوا د عربي هېوادونو لپاره پیغامونه راوړی وو او ټینګار یې کړی چې د صهیونیستي رژیم پر وړاندې هیڅ پریکړه نه شي کېدلی. د همدې چارواکې د خبرو له مخې، امریکایان ژمنه کړې چې واشنګټن به بحران مدیریت کړي او د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر به د فارس خلیج په هېوادونو د ورته حملو څخه منع کړي چې د میډل ایسټ آی له نظره، امارات له دې موقف څخه په شدت ملاتړ کړی دی.
همدارنګه، دا انګلیسي رسنۍ ټینګار کړی چې د دوحې غونډې وروستۍ اعلامیه پر قطر د صهیونیستي رژیم برید غندلی دی، خو دا غندنې عملي اقداماتو ته نه ده رسېدلې.
میډل ایسټ آی په دوام کې د یوه مشهورې سیاسي شناندې له قوله لیکلي چې د مصر له وړاندیز سره مخالفت په عربي نړۍ کې د صهیونیستي رژیم سره د مقابلې په برخه کې ژور اختلافات څرګندې کړې او د قاهرې لپاره د دې غونډې پایله یوه جدي شاته ګام ګڼل کېږي، ځکه چې السيسي هیله درلوده چې مصر د عربي او اسلامي دفاع مشري وکړي، خو دا غونډه له پرېکنده ژمنو پرته پای ته ورسېده.
دا انګلیسي رسنۍ همدارنګه راپور ورکړی چې د مصر ولسمشر په ۲۰۱۴ میلادي کال له واکمنېدو راهیسې لومړي ځل لپاره صهیونیست رژیم «دښمن» ګڼلی دی؛ داسي اقدام چې په قاهرې کې د حماس په مشرانو د حملې د ګواښونو او د شمالي سینا صحرا ته د فلسطینیانو د کډوالۍ د احتمال په اړه د جدي اندېښنو له امله ترسره شوی دی.
میډل ایسټ آی همدارنګه د ۱۹۵۰ میلادي کال د ګډ دفاع او اقتصادي همکارۍ تړون تاریخي مخینې ته اشاره کړې ده. چي په کښې د یو غړي پر وړاندې برید، د ټولو پر وړاندې برید دی، خو د سیاسي سیالیو او د مختلفو لورو د ګټو د ټکر له امله ډېر اغېزمن نه و.
د دې انګلیسي تحلیلی نشریې د مقالې له مخې، پرله پسې ناکامۍ د عربي پوځي همغږۍ جوړولو کې د پخوانیو ستونزو نښې دي.