په غزه باندې د صهیونیسټي پوځ پراخ بریدونه روان دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i164896-په_غزه_باندې_د_صهیونیسټي_پوځ_پراخ_بریدونه_روان_دي
پارس ټوډې – د نن یکشنبې له سهار راهیسې په غزې ښار د صهیونیسټي رژیم د پوځ پراخ بریدونه پیل شوي دي.
(last modified 2025-09-21T10:33:39+00:00 )
Sep 21, 2025 14:58 Asia/Kabul
  • په غزه باندې د صهیونیسټي پوځ پراخ بریدونه روان دي

پارس ټوډې – د نن یکشنبې له سهار راهیسې په غزې ښار د صهیونیسټي رژیم د پوځ پراخ بریدونه پیل شوي دي.

د اسراییلو د پوځ بې پیلوټه الوتکو د غزې په ختیځ کې د التفاح سیمې د «الأیبکی» جومات خواوشا فلسطینیان په نښه کړل. ورته مهال د اسرائیلو جنګي الوتکو هم د غزې ښار په څو سیمو باندې د خپلو سختو بریدونو لړۍ ته دوام ورکړ.

د ښار په مرکز کښې د نیواکګر پوځ توپخانې د «النفق» سړک د خواوشا سیمې سختې بمباري کړې. همداشان په الدرج سیمه کښې په یو کور باندې د هوايي برید له امله څلور کسان شهیدان او ځیني نور ټپیان شول.

د غزې په شمال لویدیځ کښې هم بوږنونکې چاودنې وشوې، چرته چې د اسرائيلو پوځ بم ایښودل شوي زغرګاډي د«المخابرات» برجونو ته  څیرمه د هستوګنو سیمو په مینځ کښې وچاودول.

له بلې خوا د صهیونیسټي رژیم توپخانې د غزې په شمال لویدیځ کښې شیخ رضوان سیمه سخته وویشتله او ورته مهال د اسرائیلو یو آپاچي چورلکې هم د غزې ښار په ختیځه برخه کښې په خلکو ډزې وکړې.

عیني شاهدان د دغو بریدونو له امله د بوږنوونکو صحنو د رامینځته کیدو خبر ورکوي.