د ایران توغندوي قدرت په لوړیدا دی
پارس ټوډې - د عبری ژبې یوې ورځپاڼې یدیعوت آحارنوت د ایران د توغندوي قدرت په پراخیدو اعتراف کړی دی.
د عبری ژبې ورځپاڼې یدیعوت آحارنوت لیکلي دي چې ایران د صهیونیسټي رژیم له وروستیو یرغلونو سره سره، د خپل توغندوي قوت په چټکۍ سره پیاوړی کوي. سي ان ان چینل هم د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا د بالسټیک توغنديو د تولید بیا پیلولو ته اشاره کړې او زیاته ئې کړې ده چې ایران په سلګونو توغندي تولیدولی شي. په دې راپور کې ویل شوي دي چې ایرانيان د هر ډول نوو تیریو په وړاندې د چمتووالي په موخې سره د خپلو توغنديو زیرمې پراخوي.
د یادولو ده چې په ۱۲ ورځني جنګ کې،د نیواکي ټاټوبو په ضد د ایران په غچ اخستونکو توغندوي بریدونو کې، د صهیونیسټ رژيم د بیولوجیکي آزمیښت ځایونو او د جاسوسئ دمرکزونو پشمول مهم او حساس مرکزونه او سیمې ټارګټ شوي دي چې تر نن ورځې پورې ئې نه دي رغولي .