اسامه حمدان: مقاومت د فلسطین تر خپلواکۍ پورې دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i167030-اسامه_حمدان_مقاومت_د_فلسطین_تر_خپلواکۍ_پورې_دوام_لري
د پارس تودی- د حماس غورځنګ یو مشر د دوشنبې په ورځ په دې باندې په ټینګار سره چي د مقاومت وسلې د فلسطیني هیواد له جوړېدو مخکې، د مذاکرې وړ مساله نه ده، وویل: د سیاسي مقاومت هدف، د ټاټوبې ازادي، د قدس په پلازمیني توب سره د خپلواک فلسطیني هیواد جوړېدا او د بې ځایه شویو بیرته راستنېدا به پاته شي.
(last modified 2025-11-11T07:51:17+00:00 )
Nov 11, 2025 12:17 Asia/Kabul
  • د حماس وتلی مشر اسامه حمدان
    د حماس وتلی مشر اسامه حمدان

د پارس تودی- د حماس غورځنګ یو مشر د دوشنبې په ورځ په دې باندې په ټینګار سره چي د مقاومت وسلې د فلسطیني هیواد له جوړېدو مخکې، د مذاکرې وړ مساله نه ده، وویل: د سیاسي مقاومت هدف، د ټاټوبې ازادي، د قدس په پلازمیني توب سره د خپلواک فلسطیني هیواد جوړېدا او د بې ځایه شویو بیرته راستنېدا به پاته شي.

د پارس تودی له راپور سره سم، د حماس غورځنګ یو مشر، اسامه حمدان په یوه مرکه کې په دې باندې په ټینګار سره چي د مقاومت وسلې، د فلسطیني خپلواک هیواد له جوړېدو مخکې، د مذاکرې وړ موضوع نه ده، په غزه کې د وروستي اوربند هوکړه د صهیونیستي رژیم د یرغلونو د پای ټکی او د ملي فلسطیني سیاسي اقداماتو لپاره پیلامه ده.

د حمدان په وېنا، دا هوکړه له مخکنیو هوکړو سره توپیر لري، ځکه چي په بشپړه اوربند باندې ټینګار کوي او د یوه خپلواک هیواد د جوړېدو لپاره د فلسطینیانو د حق د رسمیت پېژندنې نښې په ځان کې لري.

د حماس دغه وتلی مشر زیاته کړه چي لومړني مذاکرات د جنګ په بندېدو، د اسیرانو تبادلې، د بشري مرستو راتګ او له غزې څخه د نیواکګرو په وتلو باندې متمرکز و او همدارنګه، په شرم الشیخ کې د حماس مذاکره کوونکې پلاوي د دښمن د یرغلونو په بندولو تمرکز درلود او هر ډول پراخ سیاسي خبرې اترې یې له ملي فلسطیني هوکړې سره اړوند بللي دي.

اسامه حمدان وویل چې د دې تړون په اړه پریکړه د پراخو څېړنو وروسته او د حماس مشرانو تر منځ د نسبي اجماع له مخې شوې ده، او د جګړې وروسته د غزې په مدیریت کې هم د انتقالي مرحلې لپاره د یوې کمیټې جوړولو لپاره لومړنۍ موافقه شوې ده، خو د هغې تفصیلات لا هم د فلسطیني ډلو ترمنځ په څېړنه کې دي.

حمدان، بار دیگر بر حق مقاومت به عنوان حقی مشروع و غیرقابل عقب‌نشینی پیش از تشکیل کشور فلسطین تأکید کرد و گفت که هرگونه مذاکره درباره سلاح مقاومت باید پس از تشکیل کشور فلسطین صورت گیرد و به گفته او، تجربه‌های گذشته نشان داده‌اند که هرگونه تلاش برای خلع سلاح یا عقب‌نشینی از حقوق ملت فلسطین با شکست مواجه شده است.

حمدان، یو ځلې بیا د فلسطیني هیواد له جوړېدو مخکې، د مقاومت په حق باندې د یوه مشروع او نه انکارېدونکې حق په توګه ټینګار وکړ او ويې ویل چې د مقاومت وسلې په اړه هر ډول مذاکرات باید له فلسطیني دولت جوړېدو وروسته وشي، او د هغه په وینا، تیرې تجربې ښودلې دي چې د بې وسلې کولو او یا د فلسطیني ولس له حقونو څخه د تېرېدلو هڅې له ناکامۍ سره مخ شوې دي.

در پی شکست رژیم صهیونیستی در تحقق اهداف جنگی خود، توافق آتش‌بس و تبادل اسرا با حماس در اکتبر گذشته به امضا رسید، اما این رژیم همچنان به نقض مفاد توافق و اقدامات خشونت‌آمیز علیه مردم غزه ادامه می‌دهد.

صهیونیستي رژیم په جګړه کې د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې له ناکامۍ وروسته، په تېر اکټوبر کې له حماس سره د اوربند او د اسیرانو تبادلي تړون لاسلیک کړ، خو دا رژیم لا هم د تړون د مادو نقض او د غزې د خلکو په وړاندې تاوتریخجنو اقداماتو ته دوام ورکوي.