تل ابیب ته د بحرین د سفیر ستنېدل
-
یوسف خالد الجلاهمة
په تل ابیب کې د بحرین د سفیر «یوسف خالد الجلاهمة» ناڅاپي وتل، او له دوو میاشتو وروسته د هغه پټ راستنده، یو ځل بیا د بحرین او اسرائیل رژیم تر منځ د اړیکو د سړېدو په اړه ګمانونه پیاوړي کړي دي.
په داسې حال کې چې د بحرین او صهیونیستي رژیم اړیکې له ۲۰۲۰ کال د ابراهیم تړون لاسلیکولو څخه وروسته نوې پړاو ته ننوتې دي، وروستي دیپلوماتیکه بدلونونه ښيي چې دا بهیر له جدي ننګونو سره مخ شوې ده.
د اسرائیل رژیم رسنیو له دې مخکې راپور ورکړی و چې یوسف خالد الجلاهمة، په تل ابیب کې د بحرین لومړنی سفیر ، شاوخوا دوه میاشتې مخکې په ناڅاپي ډول د صهیونیستي رژیم مرکز پرېښود او منامې ته بیرته ولاړ.
په هر حال، وروستي بدلونونه لکه د غزې جګړه، په عربي هېوادونو کې د عامه افکارو د فشار زیاتوالي او د منامې محتاط دریځونه، ټول له صهیونیست رژیم سره د بحرین د اړیکو د بیا کتنې احتمالي نښې ګڼل کیږي.
په همدې حال کې، درې اونۍ مخکې، د صهیونیستي رژیم د بهرنیو چارو وزیر«ګدعون ساعر» ، د بحرین د باچا لخوا په منامه کې د اسرائیل رژیم نوي سفیر «سامي رفیل» له رسمي منلو وروسته، له خپلې بحرینۍ سیال «عبداللطیف الزیاني» سره تلفوني اړیکه ټینګه کړې وه.
که څه هم په منامه کې د بحرین د باچا لخوا د د اسرائیل رژیم نوي سفیر «سامي رفیل» رسمي منل د بحرین رسنیو لخوا انعکاس پیدا کړ، خو کارپوهان یې د سیمه ایزو کړکېچونو په منځ کې د دیپلوماتیکو اړیکو د ظاهر د ساتلو هڅه ګڼي.