پر غزې تړانګې د صهیونیستي رژیم پراخ بریدونه دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i167626-پر_غزې_تړانګې_د_صهیونیستي_رژیم_پراخ_بریدونه_دوام_لري
پارس ټوډی - سره له دې چې اوربند اعلان شوی، د صهیونیستي رژیم پوځ د غزې تړانګې په شمال او جنوب کې بېلابېلې سیمې په هوايي او ځمکنیو بریدونو ویشتلي او د نښتو شدت لا هم دوام لري.
(last modified 2025-11-24T07:07:28+00:00 )
Nov 24, 2025 11:34 Asia/Kabul
  • پر غزې تړانګې د صهیونیستي رژیم پراخ بریدونه دوام لري

پارس ټوډی - سره له دې چې اوربند اعلان شوی، د صهیونیستي رژیم پوځ د غزې تړانګې په شمال او جنوب کې بېلابېلې سیمې په هوايي او ځمکنیو بریدونو ویشتلي او د نښتو شدت لا هم دوام لري.

خبري سرچینو راپور ورکړی چې د رژیم جنګي الوتکو او هیلکوپټرو د رفح ختیځ شمال او د خان یونس ښار بمبار کړی او د اشغالګر پوځ ټانکونو هم دا سیمې تر درنو بریدونو لاندې نیولي دي.

همدارنګه بیت لاهیا او التعليم سیمه په شمال کې د هوايي او توپخانې بریدونو هدف ګرځېدلې.

دا بریدونه په داسې حال کې دوام لري چې اعلان شوی اوربند لا رعایت شوی نه دی او د هوکړې منځګړو چوپتیا غوره کړې ده.

صهیونیستي رژیم له ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې پر غزې جګړه پیل کړه او وروسته له دې چې په خپلو موخو کې ناکام شو، د حماس سره د اسیرانو د تبادلې هوکړې ته ورسېد.