په لویدیځې غاړې د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو بریدونه دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i168016-په_لویدیځې_غاړې_د_صهیونیسټي_رژیم_د_پوځیانو_بریدونه_دوام_لري
پارس ټوډی – فلسطیني سرچینو په لویدیځې غاړې باندې د صهیونیسټي پوځانو د بریدونو د دوام او په نیواکي قدس کښې د یو فلسطیني د نیول کیدو خبر ورکړ.
(last modified 2025-12-04T02:55:47+00:00 )
Dec 04, 2025 07:21 Asia/Kabul
  • په لویدیځې غاړې د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو بریدونه دوام لري

پارس ټوډی – فلسطیني سرچینو په لویدیځې غاړې باندې د صهیونیسټي پوځانو د بریدونو د دوام او په نیواکي قدس کښې د یو فلسطیني د نیول کیدو خبر ورکړ.

د صهیونیسټي رژیم پوځیانو د نیواکي قدس د سلوان ښارګي په وادي قدوم سیمه کښې  یوه فلسطیني ښځه ونیوله. بل پلو، نیواکګرو په نابلس باندې په یرغل سره، د نابلس د پخوانۍ برخې یوه لاره بنده کړه. همداشان د صهیونیسټي رژیم بولډوزرو، د الخلیل د شمال لویدیځ په بیت اولا ښارګي کښې یوه کارخانه ورانه کړه.

د فلسطین هلال احمر ویلي چې د اردن سیند د لویدیځې غاړې په نابلس ښار کښې په قدس نومي سړک باندې د اسرائیلو د نیواکګرو پوځیانو په برید کښې یو ۵۷ کلن فلسطیني زخمي شوی دی.