په غزې کې د اوربند دوامدارې سرغړونې،د لسګونوفلسطینیانو وینه وبهوله
پارس ټوډې –له دې سره هممهاله چې د اردن سين په لوېديځي غاړې کې په بېلابېلو ښارونو کې نښتې زياتې شوې او په غزې کې د اوربند خلاف ورزئ دوام لري، د فلسطين طبي سرچينو وئيلي دي، د صهیونيستي رژيم پوځ د نابلس په جنوبي سيمه کې يو بل فلسطينی ځوان شهيد کړی دی.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د فلسطين طبي سرچينو ويلي چې ۳۷ کلن فلسطيني ځوان بهاء عبد راشد چې په نابلس کې د صهیونيستي پوځ لخوا په ډژو په سر ویشتل شوی ؤ، «بیتا» روغتون ته ولېږدول شو، خو وروسته شهيد شو. عيني شاهدانو وويل: د جمعې په ورځ د صهیونيستي رژيم پوځ په نابلس کې بې دليله پر فلسطينيو لمونځ کوونکو ډزې وکړې چې په پايلې کې ئې دغه ځوان شهيد شو.
په لوېديځې غاړې کې کې میداني ډغرې
په عین حال کې د فلسطينيو رسنيو د راپور له مخې، د صهیونيستي رژيم وحشي پوځيانو یو ځل بیا د جنين په سويل لوېديځ کې په عرّابه ښارګوټي باندې يرغل وکړ او له فلسطينيو ځوانانو سره ئې نښتې وشوې.
د دې راپور له مخې، د صهیونيستي رژيم پوځ د نابلس په شمال لوېديځ کې سبسطیه ښار ته او د راما....په شمال لوېديځ کې په رنتیس کلي هم يرغل وکړ او د خلکو پر وړاندې ئې له اوښلن ګیس او رڼا خورونکو میرمیو کار اخستی.
د جنين به لوېديځ کې د برقین ښارګوټي په سيمې کې هم د فلسطين ولسي ډلو او د صهیونيسټي رژيم د تیریګرو عسکرو تر مینځ سختې نښتې رامینځته شوې او پوځيانو پر ځوانانو ډزې وکړې.
د راما... ختيځ کې په برقا کلي هم د صهيونيستي پوځ د غږيزو او رڼا خورونکو بمونو ډزې شوي او په الخليل شمال کې د «بیت اُمّر» په سيمې کې يو فلسطيني ځوان د صهیونيستي پوځ لخوا نيول شوی او هلته د ځوانانو او تیریګر پوځ تر مینځ شخړې رامنځته شوې.
د جنين په مرکز کې په شمالي لوېديځي غاړې کې هم د اسرائيلي پوځ لخوا يو شمېر فلسطيني ځوانان وهل او نيول شوي دي. په مسافر یطا کې د الخليل جنوب ته مېشت صهيونيستي ښارګوټو اوسیدونکو هم هڅه کړې چې فلسطيني ماشومان په ګاډي سره ټکر کړي.
فلسطينيو رسنيو همدارنګه وئيلي دي، صهيونيستي پوځ د رامالله په الجلزون کډوالو کمپ باندې يرغل کړی او درې فلسطيني ځوانان يې ټپيان کړي دي.
د فلسطين هلالاحمر اعلان وکړ چې يو ۵۷ کلن سړی د برطعې امنیتي پوستې کې د اسرائيلي پوځ له سختې وهلو ټکولو وروسته روغتون ته لېږدول شوی دی. د فلسطيني رسنيو د راپور له مخې، د اسرائيلي پوځ ځواکونو د یطا په بادیه کې د الزویدین په کلي کې د فلسطينيانو د کرهڼې او د څارويو د څرولو مخه هم نيولې ده.
په غزې کې د اوربند سرغړونې د صهيونيستي رژيم لخوا دوام لري
د غزې د اوربند د اعلان له پېل څخه په ۵۷مه ورځ، د صهيونيستي رژيم پوځ لا هم له توافق څخه سرغړونه کوي او د جمعې شپه يې په بېلابېلو سيمو کې په ځانګړي ډول د «ژېړې کرښې» شاته ودانۍ الوزولي دي.
د الجزيرې خبريال راپور ورکړی چې د اسرائيلي پوځ لخوا د شمالي غزې په بيت لاهیا کې استوګنيزې ودانۍ الوزول شوې دي. ځایي سرچينو هم ويلي چې د غزې ښار ختيځ کې ودانۍ نړېدلې او د سختو چاودنو غږونه په بېلابېلو سيمو کې اورېدل شوي دي.
د صهیونيستي رژيم پوځ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر۷ وورسته په غزې تړانوګې جګړه د دوو ستراتیژیکو موخو لپاره پيل کړه: د حماس ناکامول او له سیمې څخه د صهیونیسټي اسيرانو بېرته خوشی کول؛ خو په دې دواړو کې ناکام شو. وروسته اړ شو چې د اسيرانو د تبادلې لپاره له حماس سره توافق وکړي.
د حماس غورځنګ د پنجشنبې په ورځ ۱۷ په يوه رسمي اعلاميه کې اعلان وکړ چې د جګړې د پای او د اسيرانو د تبادلې په اړه توافق ته رسېدلي دي. د اسرائيلي پوځ هم د جمعې په ورځ ۱۸ مهر ۱۴۰۴ هـ ش په رسمي ډول په غزې تړانګې کې د اوربند د پلي کېدو اعلان وکړ، خو سره له دې وحشي رژيم لا هم د اوربند د لومړۍ مرحلې په پلي کېدو کې خنډونه جوړوي او د هغه په دوامداره توګه خلاف ورزي کوي.