برتانیا په لویدیځه غاړه کې د اسراییلو د ښارګیو جوړول وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i168698-برتانیا_په_لویدیځه_غاړه_کې_د_اسراییلو_د_ښارګیو_جوړول_وغندل
پارس ټوډې- برتانیا په لویدیځه غاړه کې د اسراییلو د ښارګیو جوړول وغندل او خبرداری یې ورکړ چې دا اقدام د اوږدمهاله سولې او امنیت لپاره امکانات زیانمنوي.
(last modified 2025-12-22T08:23:30+00:00 )
Dec 22, 2025 12:49 Asia/Kabul
  • د برتانیا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر
    د برتانیا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر "همیش فالکونر"

پارس ټوډې- برتانیا په لویدیځه غاړه کې د اسراییلو د ښارګیو جوړول وغندل او خبرداری یې ورکړ چې دا اقدام د اوږدمهاله سولې او امنیت لپاره امکانات زیانمنوي.

د لویدیځې اسیا لپاره د برتانیا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال "همیش فالکونر" نن یعنې د دوشنبې په سهار په ټولنیز شبکه ایکس کې ولیکل: برتانیا په فلسطین کې د ۱۹ نویو ښارګیو د جوړولو لپاره د اسراییلو تصویب غندي.

هغه زیاته کړه: دا عمل د نړیوال قانون له مخې غیرقانوني دی او د امریکا د ۲۰ نکاتي پلان او د اوږدمهاله سولې او امنیت لپاره امکاناتو ته زیان رسوي. د اسراییلي رژیم د تلویزیون ۱۴ چینل پرون راپور ورکړ چې د اسراییلو سیاسي او امنیتي کابینې په لویدیځه غاړه کې د ۱۹ صهیونیسټي ښارګیو د جوړولو پلان تصویب کړی دی.

له دې مخکې ، د اسراییلو د مالیې وزیر بزالل سموتریچ د کابینې غړو ته په لویدیځه غاړه کې د ۱۹ نویو ښارګیو د قانوني کولو لپاره خپل پلان وړاندې کړ، او دوی له دې پلان سره موافقه وکړه.