اسراییلو د غزې په ختیځ باندې برید وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i168708-اسراییلو_د_غزې_په_ختیځ_باندې_برید_وکړ
پارس ټوډې - د اسراییلو رژیم د غزې ښار ځینې سیمې په نښه کړې.
(last modified 2025-12-22T06:21:08+00:00 )
Dec 22, 2025 10:48 Asia/Kabul
  • د غزې په ختیځ باندې د اسراییلو برید
    د غزې په ختیځ باندې د اسراییلو برید

پارس ټوډې - د اسراییلو رژیم د غزې ښار ځینې سیمې په نښه کړې.

سیمه ییزو سرچینو راپور ورکړی چې د اسراییلو یو کواډکاپټر ډرون د غزې ښار په ختیځ کې د شجاعیه په ګاونډ کې د المنصوره په سړک کې د ملکي وګړو په یوه ډله بم وغورځاوه چې له امله یې یو فلسطیني شهید شو او څو نور ټپیان شول.

په همدغې سیمې کې دوه نور فلسطینیان د المنصوره په سړک کې د الشوا پټرول پمپ ته نږدې د اسراییلو د الوتکو لخوا په نښه شول.

د اسراییلو پوځي ځواکونو په جنګي او د رڼا په ګولیو، توپخانې او هیلي کوپټرو سره د غزې تړانګې په جنوب کښې د رفح شمال لویدیځه سیمه په نښه کړه.

د غزې د روغتیا وزارت د وروستیو احصائیو له مخې، د اکتوبر په لسمه نیټه د اوربند د موافقې له اجرا کیدو راهیسې، اسرائیلو په سلهاو ځلې د اوربند خلاف ورزي کړې ده چې له امله یې ۴۰۰ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱ زر ۱۰۸ تنه نور زخمي شوي دي.