اسرائيلو ۱۵ نور فلسطینیان شهیدان کړل
Jan 10, 2026 10:24 Asia/Kabul
فلسطیني سرچینو ویلي چې په یادو بریدونو کښې په لس هاو کسان هم زخمي شوي دي.
پارس ټوډی – فلسطیني سرچینو ویلي چې صهیونیسټي رژیم لاهم د اوربند په خلاف ورزۍ سره، په غزه کښې د فلسطینیانو خلاف بریدونو ته دوام ورکوي او په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې یې ۱۵ فلسطینیان شهیدان کړي دي.
صهیونیسټي رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د رفح او د جبالیا د ختیځ په شمول د غزې تړانګې بیلابیلې سیمې د درنو بریدونو هدف وګرځولې چې په کښې د پنځو ماشومانو په شمول ۱۵ کسان شهیدان شوي دي.
فلسطیني سرچینو ویلي چې په یادو بریدونو کښې په لس هاو کسان هم زخمي شوي دي.
د غزې په تړانګه کښې د فلسطین د روغتیا وزارت هم په یو رپورټ کښې ۷۱ زره او ۴۰۹ تنو ته د فلسطیني شهیدانو د شمیر د زیاتیدو خبر ورکړی دی.
ټیګونه