د یمن د وسله والو ځواکونو له خوا خپره شوې خبرپاڼه
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع یوه بیانیه صادره کړې ده.
هغه په دغې خبرپاڼې کښې ویلي دي: مونږ ټینګار کوو چې په لاندې ذکر کیدونکو مواردو کښې په هر یو کښې د نیغ په نیغه پوځي مداخلې لپاره، ګوته په ماشه یوو.
اول:
امریکايي او اسرائیلي دښمن د ایران او د مقاومت د چورلیز د هیوادونو خلاف د تیري بندلولو لپاره د ډیپلماټیکو هلوځلو ځواب ته فوري اړتیا لري.
دا تیری ناعادلانه او ظالمانه دی او هیڅ توجیه نه لري او نړیوال او سیمه ایز امنیت ته زیان رسوي او همداشان د نړۍ اقتصاد زیانمنوي.
دویم:
د فلسطین، لبنان، ایران او عراق د مسلمانو هیوادونو خلاف د تیري او د یمن د ناعادلانه محاصرې سمدستي ختمیدل ضروري دي.
دریم:
د غزې د موافقې د اجرا او په هغې کښې د انساندوستانه او د فلسطین د خلکو د روا حقوقو په هکله د لیکل شویو ژمنو پوره کیدل ضروري دي.
څلورم:
مونږ ټینکار کوو چې په لاندې ذکر کیدونکي هرې یوې برخې کښې د نیغ په نیغه پوځي مداخلې لپاره ټوپک په لاس او بیخي تیار یو.
د ایران د اسلامي جمهوریت او د جهاد او مقاومت د چورلیز خلاف له امریکې او اسرائیلو سره په بل هر ډول اتحاد کښې شاملیدل.
د ایران د اسلامي جمهوریت او د هر بل مسلمان هیواد خلاف د امریکې او اسرائیلو له خوا د غلیمانه عملیاتو د ترسره کولو لپاره له سره سمندره استفاده... مونږ به د دې کار اجازه ور نه کړو.
د ایران د اسلامي جمهوریت او د جهاد او مقاومت د چورلیز خلاف د شخړو د زیاتولو دوام، لکه څنګه چې د پوځي عملیاتو ډګر ډیکټی کیږي.
او پنځم:
د یمن وسله وال ځواکونه د یمن د خلکو د محاصرې د سختولو په موخه د هر ډول ناعادلانه اقدام په هکله خبرداری ورکوي.