د سعودي عربستان لخوا د یمن کلابندۍ ظالمانه ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i175792-د_سعودي_عربستان_لخوا_د_یمن_کلابندۍ_ظالمانه_ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق پخواني لومړي وزیر «عبدالمهدي» په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د یمن کلابندۍ ظالمانه ده وویل د عربستان ګټه په دې کښې ده چې زر تر زره له یمن سره د خپلو اختلافاتو حل لاره ولټوي.
(last modified 2026-07-29T23:36:33+00:00 )
Jul 30, 2026 04:01 Asia/Kabul
  • د سعودي عربستان لخوا د یمن کلابندۍ ظالمانه ده

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق پخواني لومړي وزیر «عبدالمهدي» په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د یمن کلابندۍ ظالمانه ده وویل د عربستان ګټه په دې کښې ده چې زر تر زره له یمن سره د خپلو اختلافاتو حل لاره ولټوي.

هغه د یمن له المسیره ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل د کلابندۍ له لارې د کلابندۍ د ماتولو لپاره د یمن هڅه یو جایز اقدام دی.

هغه وویل په ټولو زمینو کښې د سترو قدرتونو په محاسباتو کښې د یمن د رول اغیز ډیر زیات دی.

د عراق پخواني لومړي وزیر عبدالمهدي په دوام کښې په دې خبرې سره چې باب المندب اوبلاره او سور سمندر شاید  له هرمز اوبلارې څخه هم مهم  وي زیاته کړه د یمن پرضد کلابندۍ ظالمانه ده او ټول هیوادونه او د هغوې په سر کښې د فارس خلیج عرب هیوادونه باید دغه ظلم پاې ته ورسوي.

هغه وویل د یمن کلابندۍ په سعودي عربستان باندې د امریکا او د اسرائیلو رزیم د دباونو په خاطر دوام لرلی دی.

د عراق پخواني لومړي وزیر عبدالمهدي وویل د تیلو شرکت ارامکو د سعودي عربستان د قدرت او د هغه د اقتصادي پراختیا سرچینه ده او عربستان د تیلو له کشفیدا مخکې له اقتصادي نظره کمزوری و.

هغه د عراق د حالاتو په اړه وویل هغه څه چې په عراق کښې یې وینو د ازادي غواړو او د ګوډاګیو بهیرونو ترمینځ یوه جګړه ده.

د عراق پخواني لومړي وزیر عبدالمهدي دغه راز په دې خبرې سره چې په فارس خلیج  سیمه کښې د امریکا پوځي اډې د سیمې په عربو  هیوادونو باندې یو بار دی وویل دغه پوځي اډې یوازې یوه دفاعي او استخباراتي شبکه او د اسرائیلو رژيم د دفاع لپاره یو یرغل دی.