د کربلا بینالحرمین له زیارت کوونکو ډک دی + ویډیو او انځورونه
د کربلا بینالحرمین له هغو زیارت کوونکو ډک شوی چې د اربعین د پلي مزل له ترسره کولو وروسته دې ښار ته رسېدلي دي.
په ورته وخت کې په کربلا کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د حسیني عزادارانو حضور پیدا کړی
د را پور له مخې؛ د کاناډا، امریکا، تانزانیا، استرالیا او بریتانیا په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه حسیني عزاداران د اربعین مراسمو لپاره کربلا ته تللي دي.
دغه راز د امریکا په میشیګان کې ۴۵ زره کسانو د اربعین په مناسبت لاریون کړی
د امریکا د میشیګان ایالت په ډیربورن ښار کې شاوخوا ۴۵ زره کسانو د اربعین ورځې په مناسبت لاریون کړی دی.
د یو بل خبر له مخې؛ د «برکه اراکلي» په نوم یوه ترکي عکاسې، چې په عراق کې د اربعین د پلي مزل د پوښښ لپاره حضور لري، وايي چې په دې مراسمو کې د خلکو ترمنځ د دین او مذهب له مخې هېڅ ډول تبعیض نه کېږي.
نوموړې مهر خبري اژانس ته ویلي، د اربعین په مراسمو کې د نړۍ له بېلابېلو دینونو او ملیتونو خلک ګډون کوي او له ټولو سره د خوړو، اوبو، استوګنې او نورو خدمتونو په برخه کې یو ډول چلند کېږي.