شیخ نعیم قاسم:
ایران له امریکا او صهیونیست رژیم سره په مقابله کې بریالی شوی
-
د لبنان د حزب الله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم
پارس تودی- د لبنان د حزب الله عمومي منشي وویل په سیمه کې امریکا او صهیونیست رژیم د خپلو شومو موخو په وړاندې د خنډونو د لیري کولو او خپلو موخو ته په رسېدو کې ناکامه شوي، ایران له امریکا او صهیونیست رژیم سره په ټکر کې بریالی شوی دی.
د پارس تودی له راپور سره سم، د لبنان حزب الله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم د سې شنبې په ورځ وویل: مونږ په لبنان، غزې، ایران، عراق او یمن باندې د امریکا او اسرائیلو له بریدونو سره مخ یو چي غواړي مقاومت له مینځه یوسي او سیمه استعمار کړي.
هغه زیاته کړه: په لبنان باندې د ۲۰۲۴ میلادي کال د سپټمبر له برید څخه هدف، د مقاومت د بېخ بنیاد له مینځه ایستل وو، لیکن مونږ ورسره مقابله وکړه او هغوی مو هوکړې او د مقاومت منلو ته مجبوره کړه.
د لبنان د حزب الله عمومي منشي جوته کړه: هغه څه چي په لبنان باندې د پراخو او وحشیانه بریدونو د دوام مخه ونیوله، د ایران او امریکا تر مینځ د تفاهم لیک لاسلیک و، لبنان د ایران د تفاهم لیک لومړی شرط و او ټینګار یې کړی و چي بریدونه په لبنان باندې باید بند شي او صهیونیست فوځ شاتګ وکړي.
شیخ نعیم قاسم وویل: له اسرائیلي دښمن سره د لبنان د حکومت مستقیمې خبرې اترې، له بې عزتی او تشو امتیازونو له ورکولو پرته لبنان لپاره هیڅ هم نه لري، اسرائیل رژیم سیاسي لاسته راوړنې تر لاسه کړي لیکن د مقاومت په حضور سره، د جنګ په میدان کې هیڅ لاسته راوړنه به تر لاسه نه کړي.
هغوی جوته کړه، ظالم امریکا او صهیونیستي رژیم غوښتل په ایران کې نظام نسکور کړي او د ایران انقلابي، مقاومتي او اسلامي رول پای ته ورسوي، خو ماته یې وخوړه. د هغه په وینا، ایران د خپل پوځ، سپاه پاسداران، خلکو او ځواکمن مشرتابه په مټ په ټینګه ولاړ دی.
شیخ نعیم قاسم ټینګار وکړ تر هغه چې اشغال شتون ولري، مقاومت به دوام ولري او له هر هغه چا سره به مقابله وکړي چې د اسرائیلي پروژې برخه شي. هغه زیاته کړه چې حزبالله د یو موټي، خپلواک او نه وېشل کېدونکي لبنان ملاتړ کوي او له خپلې خاورې به لاس وانخلي.
هغه همداراز وویل، د صهیونیست رژیم له شاتګ پرته چاره نه لري او په پای کې به دې کار ته اړ شي. مونږ به غزه او فلسطین هېڅکله هېر نه کړو او د غزې پر وړاندې روان یرغل باید پای ته ورسېږي.