د اسرائیلو رژیم په غزه او جنوبي لبنان بریدونه کړي
-
پر غزې د صهیونیستي رژیم برید
پارس ټوډی- د صهیونیستي رژیم پوځ د غزې د اوسېدونکو پر وړاندې د خپلو جنایتونو او د اوربند د سرغړونې په دوام، د غزې تړانګې بېلابېلې سیمې په نښه کړې چې په پایله کې یې یو فلسطینی ټپي شوی دی.
د ایرنا خبري اژانس په حواله ، د پارس ټوډی د راپور له مخې، د غزې تړانګې په جنوب کې د خان یونس اړوند د «مواصي» په سیمه کې یو فلسطینی د اسرائیلو د رژیم د پوځ د توپچي د ډزو له امله ټپي شوی دی.
د راپور له مخې، د خان یونس د مواصي جنوبي برخه د صهیونیستي رژیم د پوځ د ټانکونو له لوري په نښه شوه.
په راپور کې همداراز راغلي چې د صهیونیستي رژیم د پوځ ټانکونو درنو ډزو د رفح ښار هم په نښه کړی.
د اسرائیلو د رژیم پوځ په سمندر کې د توپ لرونکو کښتیو له لارې د غزې ښار شمالي برخه هم په نښه کړه.
پر لبنان د اسرائیلو د رژیم بریدونو له امله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د لبنان د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د «ریحان»، د «المسلخ» پر محله او «نبطیه فوقا» سیمو باندې د اسرائیلو د رژیم هوايي بریدونو کې یو کس شهید اود دوو ماشومانو او درې میرمنو په ګډون لس نور ټپیان شوي دي.
د لبنان ملي خبري اژانس هم اعلان وکړ چې پر نبطیه فوقا په هوايي برید کې یو لبنانی وګړی ټپي شوی دی.