اردوغان: اسرائیل په دروغو او ورانکارۍ د سولې مخه نیسي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i177836-اردوغان_اسرائیل_په_دروغو_او_ورانکارۍ_د_سولې_مخه_نیسي
پارس ټوډی- د ترکیې ولسمشر اعلان وکړ چې د اسرائیلو رژیم په دروغو او ورانکارۍ هڅه کوي، څو د ایران پر وړاندې د امریکا او صهیونیستي رژیم د جګړې د پای ته رسولو هڅې کمزورې کړي.
(last modified 2026-09-08T08:09:26+00:00 )
Sep 08, 2026 12:35 Asia/Kabul
  • رجب طیب اردوغان، د ترکیې ولسمشر
    رجب طیب اردوغان، د ترکیې ولسمشر

پارس ټوډی- د ترکیې ولسمشر اعلان وکړ چې د اسرائیلو رژیم په دروغو او ورانکارۍ هڅه کوي، څو د ایران پر وړاندې د امریکا او صهیونیستي رژیم د جګړې د پای ته رسولو هڅې کمزورې کړي.

د صدا او سیما خبري اژانس په حواله ، د پارس ټوډی د راپور له مخې، رجب طیب اردوغان ټینګار وکړ: د هغې جګړې بیه چې د اسرائیلو د دسیسو او پارونو له امله پیل شوې، یوازې د ایران خلک او د فارس خلیج  ورور هېوادونه نه، بلکې ټول هغه کسان ورکوي چې په دې جګړه کې ښکېل دي او یا له هغې بهر دي.

هغه زیاته کړه: د اسرائیلو دروغ او ورانکارۍ دي چې د اسلام‌اباد هوکړه یې کمزورې کړې؛ هغه هوکړه چې زموږ ټولې سیمې ته یې د ساه اخیستو او ارام فرصت برابر کړی و.

اردوغان ټینګار وکړ: د اسرائیلو د افراطي فکر له امله، چې د سولې حتی تر ټولو کوچنی احتمال هم د ځان لپاره ګواښ ګڼي، په سیمه کې به بحران پای ته ونه رسېږي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تر دې مخکې هم په څرګندونو کې ټینګار کړی و چې د بنیامین نتانیاهو کابینه په جګړه روږدې ده او په ټوله سیمه کې د ثبات د ګډوډولو لپاره له هېڅ ډول پارونې ډډه نه کوي.