صیهونیسټي چارواکی: د اسرائیلو پر وړاندې د بریتانیا بندیزونه خطرناک دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i177886-صیهونیسټي_چارواکی_د_اسرائیلو_پر_وړاندې_د_بریتانیا_بندیزونه_خطرناک_دي
پارس ټوډې ـ د صیهونیستی رژیم اپوزیشن مشر د دغه رژیم پر وړاندې د اقتصادي محدودیتونو لګولو په اړه د بریتانیا پر پرېکړې سختې نیوکې کړي او دغه بندیزونه یې «ناسم او خطرناک» اقدام بللی دی.
(last modified 2026-09-09T08:14:09+00:00 )
Sep 09, 2026 12:42 Asia/Kabul
  •  صیهونیسټي چارواکی: د اسرائیلو پر وړاندې د بریتانیا بندیزونه خطرناک دي

پارس ټوډې ـ د صیهونیستی رژیم اپوزیشن مشر د دغه رژیم پر وړاندې د اقتصادي محدودیتونو لګولو په اړه د بریتانیا پر پرېکړې سختې نیوکې کړي او دغه بندیزونه یې «ناسم او خطرناک» اقدام بللی دی.

زمونږ د خبریال د راپور له مخې،د اسرائیلو رژیم مخالف سیاسي مشر یائیر لاپید د اسرائیلو پر وړاندې د بندیزونو او اقتصادي محدودیتونو لګولو په اړه د بریتانیا د حکومت د پرېکړې په غبرګون کې دا اقدام «ستره تېروتنه» بللی او ویلي یې دي چې دغه سیاست «ناسم، خطرناک او نامناسب» دی.

هغه د اسرائیلو د رژیم د ځینو ښي اړخو وزیرانو افراطي فعالیتونو ته په اشارې سره وویل، د بریتانیا دغه پرېکړه به ، هغه هم د (پارلمان) د ټاکنو په درشل کې، د کړکېچونو د زیاتېدو لامل شي.

د اسرائیلو د رژیم مخالف سیاسي مشر هم ادعا وکړه چې د بریتانیا پرېکړه د کورنیو سیاسي انګېزو له مخې شوې او لندن هڅه کوي چې د ناراضه رایه ورکوونکو ملاتړ ترلاسه کړي.

دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې د بریتانیا حکومت د اسرائیلي مېشت ځایونو د پراخېدو او په لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلي مېشتو کسانو د تاوتریخوالي د زیاتېدو په غبرګون کې، د سې شنبې په ورځ د اسرائیلو د رژیم پر وړاندې د اقتصادي بندیزونو د لګولو پرېکړه اعلان کړه؛ هغه دریځ چې د اسرائیلو د رژیم د چارواکو غوسه یې راوپاروله.

د دې پرېکړې په تعقیب، فرانسې او کاناډا هم اعلان وکړ چې په اسرائیلي مېشت ځایونو کې د تولید شویو محصولاتو د واردولو د منع کولو او د دغو مېشت ځایونو او د هغوی د پراختیا له بهیر سره د تړلو کسانو پر وړاندې د هدفي اقداماتو لپاره به ګامونه پورته کړي.