تفسیر | د یمنیانو مقاومت څنګه د سعودي ستراتیژي ماته کړه؟
پارس ټوډی– په یمن کې د وروستیو تحولاتو په لړ کې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د یمن د مسئلو حل د محاصرې د دوام او د پوځي ائتلافونو د جوړولو له لارې ممکن نه دی.
دا دریځ په داسې شرایطو کې مطرح شوی چې د یمن په لوېدیځ ساحل کې وروستیو تحولاتو یو ځل بیا د دې هېواد د مهارولو لپاره د پوځي چلند ماتې روښانه کړې او د لوېدیځې اسیا په یوه له تر ټولو حساسو ستراتیژیکو سیمو کې یې د ځواک معادله بدله کړې ده.
هغه څه چې نن په یمن کې روان دي، له څه باندې یوې لسیزې جګړې، محاصرې او بهرني لاسوهنې څخه نه شي جلا کېدای.
سعودي عربستان په ۲۰۱۵ کال کې د خپل پوځي ځواک او د امریکا د سیاسي، وسله وال او استخباراتي ملاتړ پر مټ داسې انګېرله، چې کولای شي په لنډ وخت کې د یمن سیاسي توازن بدل کړي.
دغه محاسبه ناکامه شوه؛ پوځي ائتلاف ونه توانېد چې د یمن د خلکو اراده ماته کړي، همدارنګه ونه توانېد چې د سعودي عربستان لپاره یو باثباته او د منلو وړ سیاسي جوړښت رامنځته کړي او خپل ځان ته دوامدار امنیت برابر کړي.
نن، له څه باندې یوې لسیزې وروسته، هماغه جګړه چې موخه یې د انصارالله د ځواک محدودول وو، دغه ډله یې د سیمې له تر ټولو اغېزناکو امنیتي لوبغاړو څخه ګرځولې ده.
په لوېدیځ ساحل کې د حوثیانو وروستیو پرمختګونو د دې ستراتیژۍ ماتې لا روښانه کړې ده.
حساسو ساحلي سیمو ته د هغوی رسېدل او پر بابالمندب برلاسي کېدل یوازې یوه میداني لاسته راوړنه نه ده، دغه تحول د ځواک جغرافیه بدلوي، هغه ځواک چې تر دې وړاندې تر ډېره د یمن په کورنیو معادلو کې تعریفېده، اوس د نړۍ پر یوه له تر ټولو مهمو سمندري تنګیو برلاسی کېږي.
بابالمندب له اسیا څخه اروپا ته د یوې مهمې لارې تنګی دی.
له همدې امله، د یمن د لوېدیځ ساحل تحولات په مستقیم ډول د سمندري تګ راتګ، نړیوالې سوداګرۍ او د انرژۍ د لېږد له امنیت سره تړاو پیدا کوي.
په دې منځ کې د ریاض غبرګون هم مهم دی.
له حوثیانو سره د مقابلې لپاره د امریکا څخه د لا زیات ملاتړ غوښتنه، د سعودي د ستراتیژیکې لارې تړل کېدو روښانه انځور وړاندې کوي.
سعودي عربستان چې د سیمې له تر ټولو لوړو لګښتونو لرونکو پوځونو څخه برخمن دی، له یمن سره جګړې ته داخل شو، خو له کلونو وروسته لا هم د هغه ځواک پر وړاندې د خپل امنیت د تأمین لپاره واشنګټن ته اړتیا لري چې ټاکل شوې وه په لنډ وخت کې مات شي.
همدا هغه تناقض دی چې باید د یمن د جګړې د تحلیل په مرکز کې وي.
له بهر څخه اخیستل شوی پوځي ځواک، حتماٌ سیاسي ځواک نه شي رامنځته کولای.
د سعودي څېړونکي فواد ابراهیم څرګندونې هم له همدې زاویې اهمیت لري.
هغه د ائتلاف اړوندو ځواکونو ماتې یوازې په خیانت یا د ځواکونو په پېر او پلور نه تشریح کوي، بلکې د یمني ځواکونو پر زړورتیا ټینګار کوي.
دغه واقعیت د سعودي د ستراتیژۍ یوه له بنسټیزو کمزوریو څخه څرګندوي.
جګړه په پیسو، وسلو او نیابتي ځواکونو پیل شوه، خو په ډګر کې له انګېزې او سیاسي ارادې سره مخ شوه.
هغه ملت چې جګړه د خپل حاکمیت او خپلې خاورې د دفاع لپاره جګړه ګڼي، یوازې د وسلوال برلاسۍ له لارې نه شي ماتېدای.
امریکا هم په دې معادله کې له مسؤلیت څخه نه شي څنګ ته کېدای.
واشنګټن د جګړې په اوږدو کې د سعودي ائتلاف ته استخباراتي، وسلوال او سیاسي ملاتړ برابر کړ، خو اوس له هغې پایلې سره مخ دی چې د مداخلې له لومړني هدف سره ډېر واټن لري.
امریکا غوښتل په سیمه کې خپل مطلوب امنیتي نظم ټینګ کړي، خو په عمل کې د یمن جګړې د دغه نظم د ملاتړ یوه بله ستنه هم کمزورې کړې ده.
له همدې امله، د نن ورځې واقعیت دا دی چې د یمن جګړې د سعودي عربستان د ځواک له ښودلو څخه زیات، د دغه هېواد د ځواک محدودیتونه څرګند کړي او د امریکا د مداخلې د اعتبار د ټینګولو پر ځای یې واشنګټن ته پر امنیتي تکیا اړوند لګښتونه روښانه کړي دي.
له دې لیدلوري، د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه یوازې د کړکېچ د کمولو له غوښتنې څخه پراخ پیغام لري.
ایران وايي چې د یمن کړکېچ د دې هېواد د بهرنیو قدرتونو د پوځي سیالۍ پر ډګر بدلولو له لارې نه شي حل کېدای.
د سره سمندر امنیت هم نه شي کولای چې د معادلې د یوه لوري په له منځه وړلو او له بهر څخه د امنیتي ترتیباتو په تپل کېدو سره تأمین شي.
د حل لاره خبرو اترو ته بېرته ستنېدل، د یمن ملي حاکمیت ته درناوی، د محاصرې پای ته رسول او د دغه هېواد د خلکو د حقونو منل دي.